د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۲۲

چارواکي: د پکتیا د ملي امنیت ریاست مرستیال او ۳ نور غړي وژل شوي


افغان چارواکو تائید کړه چې د پکتیکا ولایت د ملي امنیت ریاست څلور غړي د وسله‎والو په یوه برید کې وژل شوي دي.

دوه افغان امنیتي چارواکو د نوم نه‌ښودلو په شرط اسوشیټېد پرېس اژانس ته ویلي د پکتیکا د ملي امنیت ریاست مرستیال د هغه ډرېور او دوه نور کارکوونکي د یکشنبې په ورځ په یوه کمین کې وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا دا کسان هغه مهال د وسله‎والو په کمین برابر شول چې د موټرو په یوه کتار کې له غزني څخه پکتیکا ته روان وو.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې دا برید وسله‎والو طالبانو کړی دی.

XS
SM
MD
LG