د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

ډیمسټورا: د سوریې سولې خبرو پنځم پړاو کې ګټور پرمختګ شوی


د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو استازی وايي، د حکومت او مخالفینو د سولې د خبرو په پنځم پړاو کې ګتور پرمختګ شوی دی، خو وايي، د دواړو خواو ترمنځ د سولې موافقې ته لا هم اوږده لاره پاتې ده.

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن ډیمسټورا وايي، د سوريې حکومتي پلاوی او د هغوی مخالفین د خبرو اترو د نوي پړاو پیلولو ته لېواله دي، خو د نوموړي په خبره تر اوسه د راتلونکو مذاکراتو لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې.

د سوريې د حکومتي پلاوي او اپوزېسیون ترمنځ پرون په جنیوا کې د خبرو اترو پنځم دور پای ته ورسېد چې د ستیفن دیمسټورا په خبره ګټور و.

سټیفن ډیمسټورا.
سټیفن ډیمسټورا.

که څه هم د سوريې حکومتي پلاوي او د اپوزېسیون استازو په جلا جلا ډول له ښاغلي ډیمسټورا سره وکتل خو د هغه په خبره دواړو لورو د خبرو پر دوام سلا وکړه.

د ملګرو ملتونو استازي زیاتوي چې د جنیوا په خبرو کې پر څلورو مهمو مسئلو بحث کېږي چې په هغې کې حکومتوالي، د نوي اساسي قانون مسوده، انتخابات او له ترورېزم سره مبارزه شامله ده.

نوموړي د سوريې له حکومت، ترکيې او روسيې وغوښتل چې په سوریه کې د اوسني نازک اوربند د ټینګښت لپاره کار وکړي.

په جنیوا کې د سوريې د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې په داسې وخت کې روانې دي چې په دې هېواد کې نازک اوربند په مختلفو ساحو کې مات شوی او په تېرو دوو اونیو کې نښتو زور اخیستی دی.

د سوريې په جګړه کې ایران او روسیه د بشار اسد له نظام ملاتړ کوي او ترکیه او متحده ایالات د هغو وسله والو ډلو په طرف ولاړ دي چې د سوريې د حکومت پر ضد جنګېږي.

ملګري ملتونه وايي، له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې د سوريې په جګړه کې تر اوسه پورې ۳ سوه زره کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG