د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

د سوريې رژیم مخالفین د استانې سولې غونډه کې ګډون نه‌کوي


د سوريې رژیم مخالفین په هغو خبرو کې چې نن د قزاقستان پلازمېنه استانه کې پیلېږي برخه نه‌اخلي.

دوی روسیه ملامتوي چې د بشاراسد د رژیم د مخالفینو تر کنټرول لاندې ولسي سیمو باندې د بمبار درولو نیت نه‌لري او د سوريې پر اردو یې هم فشار نه‌دی راوستی چې اوربند ته پاملرنه وکړي.

د سوریې د رژیم د مخالفینو یو مشر اسامه ابوزید وویل د دې لپاره چې روسیه د تېر ډسمبر میاشتې اوربند څخه چې مسکو او انقرې تضمین کړی د پراخو سرغړونو په مخنیوي کې پاتې راغله نو وروستۍ فیصله دا ده چې په خبرو کې برخه نه‌اخلي.

هغه وویل چې اوسنۍ فیصله دا ده چې په خبرو کې ځکه ګډون نه‌کوو چې روسیه په سوریه کې د ولسي خلکو خلاف خپلو جرمونو ته دوام ورکوي او د بشار اسد رژیم د جرمونو ملاتړ کوي.

نوموړي وویل چې ترکیې ته‌يې هم چې د اوربند منځګړیتوب‌يې کړی د خپلې فیصلې په هکله خبر ورکړی دی.

له دې مخکې، ډګروال احمد عثمان چې د سلطان مراد دلوا په نامه د مخالفینو د یوې ډلې مشر دی او انقره‌يې ملاتړ کوي ویلي وو چې دوی د هغه یو لیک ځواب ته منتظر دي چې په‌کې له روسیې څخه د اوربند د تضمین کوونکی په توګه غوښتل شوي چې سرغړونې پای ته ورسوي.

ډګروال عثمان پر ولسي خلکو د روسيې د الوتکو د بمباریو او د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو باندې د سوریې رژیم د بریدونو څخه شکایت وکړ او ویې‌ویل چې د اوربند په چوکاټ کې تر اوسه څه پلي شوي نه‌دي.

د سوریې رژیم مخالفینو د شنبې په ورځ غوښتنه وکړه چې په قزاقستان کې د سولې خبرې باید وځنډول شي تر څو ولیدل شي چې ایا د بشار اسد رژیم او ملاتړي یې، نوی اوربند چې د روانې مارچ میاشتې له اوومې تر شلمې پورې اعلان شوی دی په پام کې نیسي او که نه؟

مسکو د سوريې په کورنۍ جګړه کې د بشاراسد د رژیم ملاتړ کوي.

وروسته له دې چې د سوریې رژیم د روسیې د هوايي ځواکونو په مرسته په تېرې ډسمبر میاشت کې د حلب ښار بېرته ونیوه چې په پنځه کلنه کورنۍ جګړه کې یې تر ټولو لویه بریا وګڼل شوه مسکو د خبرو وړاندیز وکړ.

د بشار اسد مخالفین وايي، حکومتي ځواکونو او ایران پلوي ملېشې یې په دمشق، حمص، درعا او ادلب ښارونو کې د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو باندې خپلو بمباریو ته دوام ورکړی.

د سوریې رژیم د وسله‌والو مخالفینو مشر ډګروال احمد عثمان وویل:

"مسکو خپلې ژمنې نه‌دي ترسره کړي، د خلکو د بې‌ځایه کولو او بمباریو درول یوه اساسي غوښتنه ده."

سالم المسلط د مخالفینو له‌خوا د سولې د خبرو د سترې کمېټې یو ویاند هم وویل چې په خبرو کې ځکه برخه نه‌اخلي چې روسیه د سوریې پر حکومت او ملاتړو یې د فشار واردولو نیت نه‌لري.

XS
SM
MD
LG