د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

اروپايي اتحاديې د سوريې بيا رغونې سره د ملاتړ پلان اعلان کړ


اروپايي اتحاديې د سوريې له بيا رغونې سره د ملاتړ پلان اعلان کړ، دا په داسې حال کې ده چې په سوريه کې د بشار اسد د رژيم پر ضد د لاريونونو شپږ کاله پوره کېدونکي دي.

د اروپايي اتحاديې د بهرنیو چارو رئيسې فريدريکا موګیرېني پرون دغه وړانديز اعلان کړ چې د ښخو کړو بمونو له را ايستلو څخه د انتخاباتو تر سره کولو پوري وړانديزونه پکې شامل دي.

په بروکسل کې د اپرېل په پنځمه نېټه د سوريې په اړه کنفرانس جوړېږي.

موګيرېني وويل هيله لري په قزاقستان کې د سوريې د سولې خبرې او د اروپايي اتحاديې دغه پلان ښايي د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې په ژنيو کې د سوريې د سیاسي ګوندونو تر منځ خبرو ته زمينه برابره کړي.

موګيرېني په ستراسبورګ کې په اروپايي پارلمان کې خبريالانو ته وويل:

"ډېر ځلې نړيوالې ټولنې له جګړې وروسته وخت ته تياری نه کاوه، اوس موږ غواړو تياری ولرو."

موګيرېني ويلي چې اروپايي اتحاديه به خپل کارونه عملي کړي چې په سوریه کې واقعي د اسد د واک سیاسي انتقال پيل شي.

اروپايي اتحاديه اوس هم له سوريې سره تر ټولو زیاته مالي مرسته کوي او له ۲۰۱۱میلادي کال راهيسي په بشري، پرمختيايي او اقتصادي مرستو کې شا او خوا لس میليارده ډالر ورکوي.

دغه اتحاديه په سوريه کې هېڅ نظامي رول نه لري.

د اروپايي کمېسيون له خوا له وړانديز سره يو سند خپور شوی دی چې وايي اروپايي اتحاديه به د نورو اقداماتو تر څنګ د سوريې د بيا رغونې، امنيت ټينګولو او اوربند ساتلو په برخه کې مالي مرستې راټولې کړي.

دغه سند وايي چې د ۲۸ هېوادونو دغه بلاک به همداراز د اوبو، روغتيايي سکټور او ښوونې په برخه کې مرسته وکړي.

د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سولې مذاکرات پرون بېرته پیل شول او پکې د سياسي مخالفینو له لوري چا ګډون نه وو کړی.

استانه کې د سوریې سولې په تړاو غونډه.
استانه کې د سوریې سولې په تړاو غونډه.

د دغو مذاکراتو درې منځګړيتوب کوونکي هېوادونه روسيه، ترکيه او ايران دي چې استازي يې په استانه کې په مذاکراتو کې حاضر وو خو د سوريې د مخالفو ډلو استازو مخکې ويلي وو چې دوی به په مذاکراتو کې برخه وانخلي.

دوی د سوريې پر حکومت او ملاتړي روسيه تور پوري کړ چې د اوربند موافقه یې نه ده پلې کړې چې په ډسمبر مياشت کې لاسليک شوې وه.

په استانه کې دوه ځلې مخکي مذاکرات هم بې نتيجې پاته شول.

د سوريې شپږ کلنه جګړه د ۲۰۱۱میلادي کال د مارچ په پنځلسمه هغه مهال پيل شوه چې حکومت د ډموکراسي پلوو لاريون کوونکو ځپل پيل کړل.

په دغه جګړه کې تر اوسه درې لکه کسان وژل شوي او میليونونه نور بې ځايه شوي دي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو رئيس دا جګړه له دوهمې نړيوالې جګړې راهيسي د سړي په لاس جوړ شوی تر ټولو لوي ناورين وبلله.

XS
SM
MD
LG