نړۍ
راپور: له ۲۰۱۱ راهیسې سوریه کې ۸۰۰ روغتیاپالان وژل شوي
یو معتبر طبي راپور چې په لانست طبي ژورنال کې خپور شوی، وايي چې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې په سوریه کې ۸۰۰ روغتیاپالان او طبي کارکوونکي د جنګي جنایت قرباني او وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي، په سوریه کې اکثر ډاکتران او روغتیاپالان پر روغتونونو د بمباریو، شکنجې او هدفي قتلونو قرباني شوي چې وايي، د بشارالاسد حکومت زیات لاس پهکې لري.
لانست میډيکل ژورنال وايي، ۱۵ زره صحي کارکوونکي له سوریې تښتېدلي چې له املهیې زرګونه ملکي کسان له روغتیايي خدمتونو بېبرخې شوي دي.
په راپور کې راغلي، سلګونه روغتیايي کارکوونکي وژل شوي، سلګونه شکنجه شوي او سلګونه روغتیايي مرکزونه چې په سیستماتیک ډول حملې ورباندې شوي، لهمنځه تللي دي.
په راپور کې راغلي چې له سوریې لږ تر لږه پنځلس زره ډاکتران د جګړې په کلونو کې وتښتېدل چې له املهیې زرګونه ملکي وګړي له روغتیايي امکاناتو بېبرخې شوي دي.
په سوریه کې پر روغتیايي کارکوونکو او مرکزونو د حملو په اړه دا راپور د بېروت، بریتانیې او امریکا د څارونکو یوې ډلې، د امریکا او سوریې د طبي ټولنې او یو شمېر انجوګانو په مرسته جوړ شوی دی.
د لانست ژورنال په سرمقاله کې د داسې جنګي جنایت په مخنیوي کې د نړیوالو روغتیايي سازمانونو او نړیوالې ټولنې ناکامۍ ته اشاره شوې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سپاه پاسداران: په سیمه کې مو د امریکايي ځواکونو اډې په نښه کړې
د امریکا له لوري د ایران په جنوب کې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پر زېرمو او یوې راداري اډې تر برید وروسته، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په سیمه کې یې د امریکايي ځواکونو د استوګنې ځایونه په نښه کړي دي.
د سپاه پاسداران سمندري ځواک په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي، که امریکا بیا بریدونه وکړي، د سپاه غبرګون به «لا پراخ» وي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) یا نورو خپلواکو سرچینو د سپاه دا ادعا تر اوسه تایید یا رد کړې نه ده.
سپاه پاسداران ویلي، له دې وړاندې د دې ځواک د قوماندانانو په نوم خپرې شوې څرګندونې او خبرپاڼې ناسمې وې او یوازې همدا رسمي خبرپاڼه د دوی دریځ څرګندوي.
جيډي ونس ایران ته د تاوتریخوالي د پایلو په اړه خبرداری ورکړ
د امریکا د ولسمشر مرستیال، جيډي ونس، ایران ته خبرداری ورکړی چې متحد ایالتونه به هر ډول «تاوتریخوالي ته په تاوتریخوالي ځواب ورکړي».
ونس ویلي، که ایران د اوربند د تفاهملیک د عملي کېدو په اړه کومه ستونزه یا اندېښنه لري، «کولای شي ټېلفون وکړي او خبرې وکړي.»
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: «ایران اوربند تړون لاسلیک کړی او موږ هم ورته ژمن یو. که هغوی د تفاهملیک د پلي کېدو په اړه اختلاف لري، یوازې دې ټېلفون وکړي. خو که تاوتریخوالی وکړي، له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.»
د امریکا پوځ پر یوې بېړۍ د ایران د برید په ځواب کې ایراني هدفونه بمباري کړل
د امریکا پوځ تایید کړې چې په هرمز تنګي کې پر یوې سنګاپوري سوداګریزې بېړۍ د ایران د ادعا شوې ډرون برید په ځواب کې یې د ایران دننه ځینې پوځي هدفونه په نخښه کړي دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، امریکايي جنګي الوتکو د ایران د جنوبي سواحلو په اوږدو کې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو زېرمې او راداري تأسیسات بمباري کړي دي.
د «اېور لاولي» په نوم سوداګریزه بېړۍ، چې د سنګاپور بیرغ پرې رپېده، د پنجشنبې په ورځ له هرمز تنګي تر تېرېدو وروسته د عمان د سواحلو ترڅنګ د یوه توغندي یا الوتکې له برید سره مخامخ شوه. امریکا ادعا کوي چې دا برید د ایران له لوري د یوې بېپیلوټه الوتکې په وسیله شوی و.
سینټکام دغه برید «بېدلیله دښمنانه اقدام» بللی او ویلي یې دي چې دا د تهران او واشنګټن ترمنځ د اوربند د هوکړې سرغړونه ده او د نړۍ په یوه مهم سوداګریز سمندري مسیر کې یې د بېړیو د تګ راتګ ازادي له خطر سره مخامخ کړې ده.
تر دې برید لږ مخکې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران تورن کړی و چې په هرمز تنګي کې یې د تېرېدونکو بېړیو پر لور لږ تر لږه څلور بریدګرې بېپیلوټه الوتکې توغولې دي. هغه ویلي و چې امریکايي ځواکونو له دغو څخه درې الوتکې نسکورې کړې دي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې لیکلي و چې د ایران دغه اقدام د اوربند د هوکړې «احمقانه سرغړونه» ده او خبرداری یې ورکړی و چې امریکا به ډېر ژر ځواب ورکړي.
د وینزویلا زلزلو کې د مړو کسانو شمیر ۲۳۵ تنو ته ورسیده
د وینزویلا چارواکي وايي د چهارشنبې د ورځې پیاوړو زلزلو کې د مړو کسانو شمیر ۲۳۵ تنو ته ورسیده.
د ژغورنې عملیاتو د جمعې په ورځې هم دوام وکړ. زرګونه کسان لادرکه دي.
دریشتر په کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې دغو دوه زلزلو دچهارشنبې په ماښام د پلازمینې کاراکاس لویدیځې سیمې ولړزولې.
کارپوهان وايی دا په تیره یو پیړۍ کې په وینزویلا کې ترټولو پیاوړې زلزلې وې.
د کاراکاس هوايي ډګر له کار لویدلی او سلګونه ودانیو او روغتونونو ته زیان اوښتی دی.
یو شمیر هیوادونو د مرستې لپاره چمتووالی څرګند کړی دی . امریکا هم د بشري مرستو رسولو لپاره خپل ځینې بندیزونه لیرې کړي دي.
مارکو روبیو: له ایران سره یوې هوکړې ته لېواله یو، خو په هر قیمت نه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، واشنګټن له تهران سره د سولې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د نرمښت «یو حد او حدود» لري.
روبیو، چې سیمې ته د سفر په ترڅ کې بحرین ته تللی، د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۴مه، وویل چې امریکا به هېڅکله ایران ته اجازه ور نه کړي چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ په بدل کې مالیه واخلي، ځکه د هغه په وینا، دا کار به «بشپړه ګډوډي » رامنځته کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې عمان ته نږدې په یوې بار وړونکې بېړۍ برید شوی او یوڅه زیان یې لیدلی دی.
تر اوسه هېچا د دغه برید مسؤولیت نه دی منلی، خو څو امریکايي چارواکو ایران په دې برید تورن کړی دی.
بل لور ته، د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د عمان له خوا د بېړیو د تګ راتګ لپاره د یوې لنډمهالې لارې د معرفي کولو په غبرګون کې ټینګار کړی چې د ایران له همغږۍ او څارنې پرته به هرمز تنګي کې د بېړیو حرکت ناامن او خطرناک وي.
اسرائیل: خپل ځواکونه له لبنان څخه نه ستنوو
د اسرائیل حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ ترڅو چې حزب الله بې وسلې شوی نه وي خپل ځواکونه له لبنان څخه نه باسي.
د اسرائیل د حکومت ویاند، ډیویډ منسر، خبریالانو ته وویل:
«تر څوچې حزبالله یو ګواښ وي، بې وسلې شوی نه وي او پوځي تشکیلات یې له منځه نه وي تللي، موږ به خپل ځواکونه د لبنان له جنوب څخه ونه باسو.»
حزبالله د تېر کال (کب) میاشت کې، وروسته لدې چې امریکا او اسرائیل پر ایران بریدونه پیل کړل، د اسرائیل پر شمال د راکټونو او بېپیلوټه الوتکو په توغولو جګړې ته داخل شو. په مقابل کې، د اسرائیل پوځ پر لبنان پراخ هوايي بریدونه پیل کړل او خپل ځمکني ځواکونه یې هم د دغه هېواد جنوب ته ولېږل.
د جګړې په جریان کې، د لبنان حکومت په واشنګټن کې له اسرائیل سره مستقیمې خبرې اترې پیل کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د دغو خبرو په اړه ویلي چې دواړه ګاونډي هېوادونه د «ارادې او نیت پر بنسټ یوې ژمنې» ته نږدې شوي دي.
ایران امریکا سره د تفاهم لیک د امضا په درشل کې ټینګار کاوه چې د اسرائیل له خوا پر لبنان بریدونه باید پای ته ورسېږي، او د دغه تفاهم له لاسلیک څو ورځې وروسته د اسرائیل او حزبالله ترمنځ اوربند رامینځ ته شو.
حزب الله یو سیاسي او پوځي سازمان دی چې امریکا یې یوه ترهه ګره ډله ګڼی خو اروپايي اتحادیه یې یواځې پوځي څانګه ترهه ګره ګڼي.
د وینزویلا د زلزلو د مړو او ټپیانو شمیر له زرو کسانو اوښتی
په وینزویلا کې د پرله پسې دووزلزلو له امله د مړو شویو کسانو شمیر لږترلږه ۱۶۴ ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر له ۹۷۰ اوښتی.
دا په تېرو څه باندې سلو کلونو کې د وینزویلا تر ټولو پیاوړې زلزله وه. لومړۍ زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷،۲ و، د دې هېواد د شمالي ساحل سیمه ولړزوله، یوازې ۴۰ ثانیې وروسته بلې د ریښترپه کچه ۷،۵ زلزلې بیا همدا سیمه ولړزوله.
دغو زلزلو په پلازمینه کاراکاس کې کورونه ونړول او په ټوله سیمه کې یې پراخ ویجاړی رامنځته کړ. چارواکو وویل چې له متحده ایالاتو او څو اروپایي هېوادونو څخه لسګونه ژغورونکي ډلې د ځپل شوې سیمې پر لور استول شوي او د چین، هند، برازیل او ان ایران په ګډون چې په خپله جګړې ځپلی، یو شمېر نورو هېوادونو هم د مرستې وړاندیز کړی دی.
روبیو: د واشنګټن او تهران ترمنځ تخنیکي خبرې به د روانې میاشتې په پای کې پیل شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د تخنیکي خبرو نوی پړاو به د جون میاشتې په پای کې په سویس کې بیا پیل شي. هغه دا څرګندونې د فارس خلیج سیمې ته د خپل مهم سفر د دویمې ورځې په پای کې وکړې. د دې سفر هدف د واشنګټن او تهران ترمنځ د لنډمهالي هوکړې په اړه د سیمې د اندیښنو کمول بلل شوي دي.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې روبیو د چهارشنبې په ورځ د جون په ۲۴مه بحرین ته روانیدو مخکې په کویټ کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "زما په باور، تخنیکي ډله به د جون په ۲۹مه یا ۳۰مه بېرته خبرو ته کښېني."
هغه څرګنده کړه چې په دغو خبرو کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د انرژۍ وزارت متخصصین ګډون وکړي او بحثونه به د بندیزونو، اټومي مسایلو او د هوکړې د عملي کولو پر میکانیزمونو متمرکز وي.
روبیو ټینګار وکړ چې واشنګټن هڅه کوي د یوه نازک اوربند ته ورته فضا څخه ژر تر ژره یو هراړخیزاو دوامداره توافق ته لاره هواره کړي.
واشنګټن او تهران تیره اونۍ یوتفاهم لیک لاسلیک کړچې له مخې یې د ځینو نورو مواردو ترڅنګ د هرمزتنګی بیرته پرانستل شو او امریکا د ایران د بندرونو محاصره پای ته ورسوله.
په وینزویلا کې دوه پرله پسې زلزلې؛ څه باندې یوه پیړۍ کې بې سارې وې
په وینزویلا کې د پرله پسې دووزلزلو له امله له ۳۰ څخه ډېر کسان مړه او سلګونو نور ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي چې د مړو او ټپیانو شمېر به نور هم لوړ شي، ځکه تراوسه ژغورونکې ډلې ټولو هغو سیمو ته چې زلزلې ځپلې، ندي رسیدلي.
دا په تېرو څه باندې سلو کلونو کې د وینزویلا تر ټولو پیاوړې زلزله وه. لومړۍ زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷،۲ و، د دې هېواد د شمالي ساحل سیمه ولړزوله، یوازې ۴۰ ثانیې وروسته بلې د ریښترپه کچه ۷،۵ زلزلې بیا همدا سیمه ولړزوله.
دغو زلزلو په پلازمینه کاراکاس کې کورونه ونړول او په ټوله سیمه کې یې پراخ ویجاړی رامنځته کړ. د ژغورنې او بیړنیو خدماتو سلګونه کارکوونکي په چټکۍ سره هڅه کوي چې هغه کسان ومومي او وژغوري چې د نړېدلو ودانیو تر خاورو او کنډوالو لاندې بند پاتې دي.
سپاه پاسداران: په هرمزتنګي کې بله هره لاره به خوندي نه وي
سپاه پاسداران وايي چې د هرمزتنګي له لارې د کشتیو خوندي تګ راتګ یوازې د هغه مسیر له لارې ممکن دی چې له مخکې ایران ټاکلی او هره بله لار چې د ایران له همغږۍ پرته اعلان شوې وي، د منلو وړ نه ده او یو امنیتي خطر ګڼل کېږي.
سپاه پاسداران دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د چهارشنبې په ورځ راپورونه خپاره شول چې عمان د یوې "موقتي" سمندري لارې په معرفي کولو سره له کشتیو غوښتي چې د اوس لپاره دې په هرمز تنګي کې د تګ راتګ لپاره له همدې لارې کار واخلي.
سپاه پاسداران ټینګار کړی چې له هغو کشتیو سره به چلند وکړي چې د ایران له همغږۍ پرته د دې مهمې سمندري لارې د تېرېدو هڅه وکړي.
ایران تر دې وړاندې یوه بله لار ټاکلې وه او هغه یې د هرمز تنګي چې د نړۍ د تیلو شاوخوا یو پرپنځمه برخه له همدې لارې تیریږي، د تېرېدو یوازینۍ خوندي لاره بللې وه.