د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

میاخېل: پاکستان او«UNHCR» د کډوالو ستنېدو بهیر سره سیاسي چلند کوي


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان او «UNHCR» له خوا یو ډول هڅه کېږي چې سږ کال د راستنېدونکو کډوالو لړۍ د تېر په څېر تېزه نه وي.

له پاکستان نه افغانستان ته د کډوالو د راستنېدنې د بهیر بیا پیل ته څو ورځې نه دي پاتې، خو په داسې حال کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د دغه بهیر پر وړاندې د پاکستان او «UNHCR» له خوا یو ډول سیاسي چلند موجود دی.

د یاد وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د راستنېدونکو لپاره د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا د مرستو کمېدل دوی اندېښمن کړي او دا ښايي د کډوالو د بیا راستنېدنې پر بهیر او ژوند اغېز وکړي.

یاد وزارت پر افغان کډوالو د مرستې بندېدل د پاکستان او «UNHCR» لخوا د افغان حکومت په وړاندې یو ډول سیاسي فشار بولي.

حفیظ احمد میاخېل.
حفیظ احمد میاخېل.

نوموړي زیاته کړه:

"له UNHCR څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د تېر په څېر خپلې مرستې اوس هم د کس پر سر څلور سوه ډالره وساتي، خو دوی د کډوالۍ له ستونزې سره یو ډول سیاسي چلند کوي دا ځکه چې پاکستان اصلاً اوس نه غواړي چې افغانان په لویه کچه هېواد ته ستانه شي، له همدې امله «UNHCR» او پاکستان ګډ تصمیم نیولی چې دا مرستې راکمې شي تر څو د ستنېدنې لړۍ د تېر په څیر تېزه نه وي او افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه نه شي."

ښاغلی میاخېل هیله ښيي چې د مرستو د راکمېدلو اندازه له هېواد سره د کډوالو پر مینې او راتګ اغېز ونه کړي او افغان دولت هیله من دی چې په ډېر شمېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

ښاغلی میاخېل وايي، د افغان دولت ستراتېژي دا ده چې له ستونزو سره سره کډوالو ته ښه راغلاست ووايي، ځکه د ولسمشر غني په باور دا هېواد د کډوالو د ځای پر ځای کېدو پرته بشپړ نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د څه باندې څلور میاشتني ځنډ وروسته د راروانې دوشنبې په ورځ له پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو بهیر بیا پیلېږي او افغان حکومت تمه لري چې سږ کال ممکن شااوخوا څلور سوه زره راجسټر شوي افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شي.

افغان حکومت ویلي چې د کډوالو د ستونزو د حل په خاطر یې د مالېې په وزارت کې د مرستو وجهي صندوق پرانیسی چې هندوستان، عربستان او ګڼو نورو هېوادونو ورسره د میلیونونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د معلوماتو له مخې تېر کال له پاکستان څخه چېر ته چې د افغان کډوالو یوه لویه برخه مېشته ده اووه لکه کډوال راستانه شوي چې نیمه برخه یې راجستر شوي کډوال وه او د راستنو شویو کورنیو ته د کورنۍ د هر غړي پر سر د «UNHCR» له خوا څلور سوه ډالره ورکول کېدل.

خو د افغان چارواکو د اندېښنو په غبرګون کې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا«UNHCR»وايي مرستې یې له دې امله دوه سوو ډالرو ته راکمې کړي چې دا اداره له بودجوي ستونزو سره مخ ده.

په افغانستان کې د دغې ادارې ویاند نادر فرهاد ازادي راډيو ته وویل له دې امله چې مرستې یې دوامداره او پراخې وي، باید اندازه یې کمه شوې وای.

نادر فرهاد.
نادر فرهاد.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ تر ډېره بودجوي امکاناتو ته د نه لاس رسي په دلیل او د هغې تر څنګ د دې مرستو د دوامداره او پایداره کېدو په خاطر باید مرستې کمې کړي وای چې کمې شوي دي، د هغې تر څنګ د کډوالو راتګ د دوی په خوښې او ارادې پورې اړه لري."

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په پاکستان کې دا مهال دوه میلیونه کډوال مېشت دي او د راستنېدنې لپاره یې لاسنیوی اړین دی.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي د«UNHCR»او د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا IOM تر څنګ افغان دولت له راستنېدونکو کډوالو سره د بشري مرستو تر څنګ د سرپناه او کاري زمینو برابرولو ته ژمن دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG