د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

د "خوندي ښوونځیو" نړیوال کنفرانس پر ښوونځیو پوځي حملې څېړي


د "خوندي ښوونځیو" په نړیوال کنفرانس کې له ښوونځیو پوځي استفاده او پر ښوونځیو حملې څېړل کېږي.

دا کنفرانس د دوو ورځو لپاره د ارجنټاین په پلازمېنه بونیس اېرس کې پلان شوی دی.

د خوندي ښوونځیو نړیوال کنفرانس تر پیل مخکې د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان «Save The Children» له نړیوالو وغوښتل چې پر ښوونځیو باندې حملې بندې او عاملین‌یې محاکمه شي.

«Save The Children» دا غوښتنه د خوندي ښوونځیو نړیوال کنفرانس تر پیل مخکې چې تمه ده د مارچ په ۲۸مه او ۲۹مه د ارجنټاین په پلازمېنه بونیس اېرس کې ترسره شي مطرح کړې ده.

د خوندي ښوونځیو په نړیوال کنفرانس کې د څه باندې ۶۰ هېوادونو مشران او چارواکي برخه اخلي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان «Save The Children» ویلي چې په ۲۱ هېوادونو کې پر ښوونځیو حملې شوي او پوځي استفاده ترې شوې ده.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د خوندي ښوونځیو کنفرانس یو ښه فرصت بللی چې په‌کې د دغو حملو پر مخنیوي بحث وشي او د خوندي ښوونځیو اعلامیه هم تصویب کړای شي.

افغانستان هم د هغو هېوادونو په کتار کې راغلی چې پر ښوونځیو یې حملې شوي او یا پوځي استفاده ترې شوې ده.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد تائیدوي چې افغان زده‌کوونکي او ښوونکي له خطر سره مخ دي او په ځینو سیمو کې د جګړو ښکېلې خواوې د ښوونځیو خوندیتوب په پام کې نه‌نیسي.

مجیب مهرداد.
مجیب مهرداد.

د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد زیاته کړه:

"په وار وار مو د جګړو له ښکېلو خواوو وغوښتل چې لږ تر لږه خپل کسان له ښوونځیو لیرې وساتي او له ښوونځیو د پوځي مرکزونو په توګه استفاده ونه‌کړي، بدبختانه ځیني وخت دا خواشینوونکي خبرونه اورو، بیا هم زموږ غوښتنه ده چې ښوونځي له جنګونو لیرې وساتئ."

تر دې مخکې هم په هلمند، ارزګان، زابل او ځینو نورو ولایتونو کې د جنګ جګړو په سبب د ښوونځیو له تړل کېدو او له هغوی نه د پوځي استفادې راپورونه ورکړل شوي دي چې ویل کېږي لا هم د تړلو ښوونځیو شمېر سلهاوو ته رسېږي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان د شمېرو له مخې له ۲۰۱۳ کال راهیسې تر اوسه پورې لږ تر لږه سل واره پر ښوونځیو حملې شوې دي.

دغه سازمان همداراز ویلي چې په سوریه، یمن او فلسطین کې لا هم په ښوونځیو کې د حملو ګواښونه زیات دي او یوازې په سوریه کې وروستیو جګړو څلور زره ښوونځي وران کړي دي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان ویلي تر اوسه شپېتو هېوادونو چې اکثره‌یې د اروپا او ناټو غړي دي د خوندي ښوونځیو اعلامیه تصدیق کړې او هڅه کوي څو په پوځي کړنلارو کې په بدلون سره د ښوونځیو خوندیتوب ته زیاته پاملرنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس څه باندې دوه میلیونه ماشومان په سوریه کې له ښوونځیو لیرې پاتې دي او څه باندې اووه لکه سوریایي ماشومان ترکیې، لبنان، اردن، عراق او مصر ته هم له کډوال کېدو سره سره له تعلیمه محروم دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG