د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

هفنګټن پُست: امریکا دې له افغانستانه خپل عسکر وباسي


نیویارک ټايمز ورځپاڼې په کندهار کې د هغې چاودنې په اړه مقاله خپره کړې چې د هغه ولایت والي همایون عزیزي پکې زخمي شو.

ورځپاڼې د عزیزي له خولې لیکلي چې بد خوبونه ویني او په خوب کې وېرېږي.

همایون عزیزي لاهم تر درملنې لاندی دی.

د کندهار د والي پردفتر په حمله کې ۱۳ تنه وژل شوي وو.

دا چاودنه حتی د کندهار لپاره چې یو وخت د طالبانو مرکز و، له ټکانه ډکه وه ځکه د والي مرستیال، د سنا یو غړی، د ولسي جرګې یو وکیل او په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو سفیر او پنځه ډیپلوماتان او نور کسان پکې ووژل شول.

نیویارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان د دوو امنیتي چارواکو په حواله ویلي چې په لومړيو څېړنوکې معلومه شوه چې حمله په کوټه کې د طالبانو د رهبرۍ شورا پلان کړې وه.

د څېړنو په بل دور کې چې متحده عربي اماراتو هم ونډه کې پکې درلوده، جوته شوې چې د حملې طراحان خبر وو چې د حملې په ځای کې عربان هم شته.

نیویارک ټایمز د څېړونکو په حواله لیکلي چې په کندهار کې تر چاودنې مخکې حمله کونکو کویټې ته تلیفون کړی و او خپل لارښوونکي یې خبر کړي وو چې د چاودنې په ځاي کې عربان هم موجود دي.

دورځپاڼې په لیکنه، په څېړونکې دې خلاصې ته رسېدل تر بل هرچا متحده عربي اماراتو ته ټکان ورکونکي خبره وه ځکه متحده عربي امارات د نړۍ په هغو دریو هېوادونوکې و چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی و.

هفنګټن پُست:

هفنګټن پوست په یوه مقاله یې لیکلي چې د امریکا متحد ایالات باید خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي او عسکر له هغه هېواده وباسي.

د هفنګټن پُست په لیکنه، د امریکا پوځيان له پنځلس کلونو راهیسې، د امریکا د امنیت له پیاوړي کولو پرته، په افغانستان کې جنګېږي او داسې کمزوری او فاسد حکومت یې هلته ټینګ ساتلی چې محبوبیت هم نه لري.

خپرونې بیا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو انساني تلفاتو ته کتنه کړې او د امریکا د ملیاردونو ډالرو د ضایع کېدو یادونه یې کړې ده.

هفنګټن پُست ورځپاڼې لیکلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره دا هېواد بې ملګرو نه پاتې کېږي ځکه روسیه، چین، هند او ایران چې د دې بې ثباته هېواد په شااوخوا کې پراته دي، ټول علاقه ورسره لري له ترورېزم سره جګړه هم پیاوړې کولائ شي.

خو هفینګټن پُسټ لیکلي چې له دې ټولو خبرو سره، امریکايي سیاستوال لاهم د افغانستان جګړې ته متعهد دي او خپل عسکر داسې جګړې او داسې هېواد ته استوي چې هغوی یې په اړه معلومات نه لري.

د هفنګټن پُسټ په دې مقاله کې وړاندیز شوی چې امریکا په افغانستان کې جګړه بس کړي او له هغه هېواده ووزي.

XS
SM
MD
LG