د لاسرسي لېنکونه

سیګار وايي بلخ کې د ۲۶ ښوونځیو د فعالیت څرنګوالی څېړلی


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د څار اداره سیګار وايي چې د امریکا د مرستو پراختیايي ادارې د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر له پای راهیسې د افغانستان د پوهنې پر برخه ۸۶۸ میلیونه ډالره لګولي دي.

سیګار په خپل تازه راپور کې دا هم ویلي چې په افغانستان کې د ښوونځیو د تشکیل په اړه د وړاندې شوي رپوټ او د هغه څه تر منځ چې په سیمه کې ترسترګو کېږي واضح تفاوت موجود دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو په سر د څار خاصې ادارې سیګار په خپل تازه رپوټ کې په بلخ ولایت کې د هغو۲۶ ښوونځیو د فعالیت څرنګوالی څېړلی چې د امریکا د مرستو پراختیايي ادارې تمویل کړي دي.

د امریکا د مرستو پراختیايي ادارې په افغانستان کې د ښوونځیو د رغونې او بیا رغونې لپاره میلیونونه ډالره لګولي دي او د ښوونکو د روزنې او هغوی ته د معاشونو د ورکړې په سبب لا هم خپلې مرستې جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG