د قبایلي سیمې په پاړه چینار ښارګوټي یوې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په راپورونو کې ویل شوي چې لږ تر لږه ۲۲ کسان په دې چاودنه کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
یو ځايي چارواکي زاهد حسین ویلي، چاودنه د هغه ځای پرځای شوی بم له کبله وه چې د پاړه چینار یو مارکیټ کې د شیعه مسلمانانو یو جومات نه نېږدې رامنځ ته شوې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.
د جنورۍ په ۲۱ مه نېټه د پاړه چینار په یو مارکیټ کې چاودنې ۲۱ کسان وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړي وو.
پاړه چینار چې د کرمې ایجنسۍ مرکز دی ډېرکله د شیعه اوسني مسلمانانو ترمنځ د فرقه يي شخړو شاهد وي.