د ارزګان سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د خالد په نوم پیل شوي عملیاتو ښه پایله ورکړې ده.
د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ شمال لویدیځه برخه کې د افغان ګډو او بهرنیو ځواکونو لهخوا ځمکني او هوايي عملیات کړي چې په نتیجه کې يې ۳۰ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي خو وايي چې د دوی له لوري موږ ته کوم زیان نهدی اوښتی.
ښاغلي سنګري زیاته کړه:
"د خالد په نوم عملیات ځکه ګټور تمام دي چې ټول امنیتي ارګانونه په ښه همږغۍ سره عملیاتو کې برخه اخلي، بل دا چې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ هم راسره ملګری دی."
ښاغلي سنګري دا هم وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند حرم شاه سیمه هم له وسلهوالو طالبانو تصفیه شوې.
خو وسلهوالو طالبانو تر اوسه د یادو عملیاتو په اړه څه نهدي ویلي.
له دې سره د ولسمشر سلاکار وزیر محمد قسیم محمدي چې د عملیاتو رهبري کوي د افغان امنیتي ځواکونو دغه عملیات د لاسته راوړنو ډک بولي او په خبره چې وسلهوالو طالبان يې سخت ځپلي دي.
ښاغلي محمدي زیاته کړه:
"زما له ټول ارزګانیانو غوښتنه ده چې د خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه پر اوږه ودرېږي او د هغوی سره همکاري وکړي، څو زموږ د هېواد دښمنان وځپل شي."
دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره له تېرو اوو میاشتو راهیسې افغان امنیتي ځواکونو ارزګان کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل کړي چې وسلهوالو طالبان لا اوس هم د ترینکوټ ښار ته په شمالي ختیځه برخه کې په دوه کیلومترۍ کې دي.
په ورته وخت کې د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلین هم د افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ هم تر یوه حده مني خو وايي چې هغومره يې هم پرمختګ نهدی کړی لکه څومره چې يې دوی یادوي.
د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزي ازادي راډيو ته وویل چې دغه ولایت کې ځکه افغان امنیتي ځواکونه لازم پرمختګ نهشي کولای چې په خبره دوی په خپل منځ کې پوره همږغي نه لري.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم په دغه ولایت کې امنیتي چارواکو د خالد په نوم پیل شويو عملیاتو کې له وسلهوالو طالبانو څخه د ۵ کیلومتره سیمې د تصفیه خبر ورکړی وو.
راپور:شریف الله شرافت ـ ارزګان