د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۴۸

اشرف غني دفاعي او امنيتي چارواکو سره پر ناامنو ولايتونو وغږېد


د افغانستان ولسمشر له دفاعي او امنيتي چارواکو سره د ځينو ناامنو ولايتونو پر وضعيت خبرې وکړې.

محمد اشرف غني پرون د هلمند، ارزګان، کندوز، فراه، بغلان، فارياب او کونړ پر وضعيت د بحث پرمهال په دغو ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا وستايله.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويل شوي چې د ملي امنيت شورا، امنيتي ګواښونو ته په پام سره د تروريستي خطراتو د مخنيوي په هدف، د امنيتي ارګانونو د هڅو د زياتوالي سپارښتنه وکړه.

په وروستيو کې د افغانستان ځينو برخو کې امنيتي پېښې ډېرې شوې دي؛ له دې جملې وسله‎والو طالبانو د وري يا حمل پر درېيمه ادعا وکړه چې د هلمند سنګين ولسوالي يې نيولې، خو دفاع وزارت دا ادعا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG