یو شمېر دولتي ادارې او زورواکي د کندز د اوبو رسولو او کانالېزاسیون ریاست څخه ۵۰ ميلیونه افغانۍ پوروړي دي.
په نوموړي ولایت کې د اوبو رسولو او کانالېزاسیون ریاست سرپرست فریدګل سخيزاده ازادي راډیو ته وویل چې دې څو کلونو کې يو شمېر زورواکي، بانفوذه خلک همدارنګه دولتي ادارې ۵۰ ميليونه افغانۍ د څښاک اوبو لګښت څخه پوروړي دي.
نوموړی وايي:
"زموږ ۵۰ میلیونه افغانۍ پر خلکو دي او دې لېست کې زورواکي، مخور، وکیلان او یو شمېر دولتي ادارې هم شاملې دي او دغه لېست موږ د ولایت مقام سره شریک کړی، څو دغو خلکو ته خبرداری ورکړي او که بیا هم زموږ قرض رانهکړل شي، نو موږ د قرضدارانو لېست له رسنیو سره شریکوو."
د ښاغلي سخيزاده په وینا چې دوی په وار-وار د کندز ملي ټلوېزیون له لارې اطلاعیې خپرې کړې چې باید د اوبو د لګښت پیسې خلک تحویل کړي، خو تر اوسه د دې ادارې پیسې نهدي ورکړل شوي.
ښاغلی سخيزاده زیاتوي:
"د اوبو رسولو اداره یوه اداره ده چې په خپلو عوایدو باندې ولاړه ده او که خلک د دې ادارې پیسې په وخت ورنهکړي، ښايي راتلونکي کې د اوبو رسولو اداره له فعالیته پاتې شي، ځکه د اوبو رسولو ماشین آلات، وسایل همدارنګه څاګانې له فعالیته پاتې کېږي."
نوموړي زیاته کړه، وروسته له دې دوی تصمیم لري، هغه کسان چې د اوبو د لګښت پیسې نهورکوي د کندز د امنيه قوماندانۍ لهخوا یې جلب او د قانون منګلو تهیې وسپاري.
بلخوا د کندز د امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي، که د اوبو رسولو او کانالېزاسیون ریاست له دوی څخه مرسته وغواړي، دوی چمتو دي، څو هغه خلک چې د اوبو د لګښت پیسې نهورکوي جلب او د قانون منګولو تهیې وسپاري.
د اوبو رسولو او کانالېزاسیون ریاست چارواکي وايي چې اوسمهال د کندز ښار کې څه باندې ۱۰ زره کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه ګټه اخلي او دوی یو متر مکعب د څښاکو اوبه چې زر لیټره دي او د په ۵ بېرلو ظرفیت لري په ۲۵ افغانۍ پلوري.
راپور: اجمل ارین