د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

د ارزګان زده‎کوونکې: ښوونکي او درسي کتابونه نه‌لرو


که څه هم ارزګان ولایت کې وروستیو ناامنیو د پوهنې پر بهیر منفي اغېز کړی خو ارزګان ولایت کې لا هم یو شمېر ښځینه ښوونځي فعال دي او زده‎کوونکي يې د ښوونکو د نشتوالي خبره کوي.

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د ملالۍ لېسې یو شمېر ښځینه زده‎کوونکو ازادي راډيو ته وویل چې ښوونځي کې د ساینسي مضامینو لپاره ښځینه ښوونکې او درسي کتابونه نه‎لري.

د هغوی له ډلې یوه هم د دولسم ټولګي زده‎کوونکې ستاره او بله هم سلګۍ ده چې وايي، کلي او کور کې د خلکو پیغورونه هم پر ځان وړي چې ګنې ښوونځي ته ځي خو بیا هم ښوونځي کې ورته د زده‎کړې لازمې اسانتیاوې نه‎دي برابرې شوي.

دوی له دولته غوښتنه وکړه چې یادو ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

دوی ازادي راډیو ته وویل:

"ستاره یم، تاسې خبر یاست چې ارزګان کې پلارونه خپلو لوڼو ته د درس ویلو اجازه نه‌ورکوي او دا پیغور ګڼي چې لوڼې يې ښوونځي ته ځي، خو بیا هم موږ راځو.

"سلګۍ یم، ماته کلي کې خلک په ډېره بده سترګه ګوري وايي، ښوونځي ته ځي خو زه‌يې پروا نه‌لرم او خپلو زده‎کړو ته به نوره هم ادامه ورکوم."

له دې سره یو شمېر ښوونکي ورته څرګندونې لري.

برېښنا چې د تاریخ او جغرافیه مضامینو ښوونکې ده وايي چې د ښوونکو د شتون له امله دري او پښتو مضامینو درس هم ورکوي.

اغلې برېښنا وايي:

"د ارزګان مرکز ترینکوټ کې یوازنۍ د نجونو لپاره دغه ملالۍ لېسه ده چې فعاله ده، زما اته کاله کېږي چې دغه لېسه کې د ښوونکي په حیث وظیفه اجراء کوم."

دا په داسې حال کې ده چې د ارزګان په مرکز او ولسوالیو کې دا مهال د مسؤلینو په خبره ۶۰ ښځينه ښوونځي شته چې د هغوی له جملې څخه ۵۵يې فعال دي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د پوهنې رئیس احسان‌الله ناشر هم د زده‎کوونکو دغه ستونزې پر ځای بولي خو وايي چې د دغې ستونزې د حل لپاره‌يې کوټلي ګامونه اخیستي دي.

ښاغلي ناشر زیاته کړه:

"موږ تېر کلونه ارزګان کې ښځینه ښوونکې نه‌درلودې او نه هم له نورو ولایتونو څخه راتلې خو سږ کال مو دغه ستونزه هواره کړې او زیات شمېر ښوونکي مو جذب کړي دي."

د ارزګان ولایت د پوهنې رئیس احسان الله ناشر
د ارزګان ولایت د پوهنې رئیس احسان الله ناشر

ښاغلي ناشر دا هم وویل چې دغه ولایت کې ناامنیو د پوهنې پر بهیر منفي اغېز کړی او شااوخوا ۱۰۰ ښوونځي د ناامنيو له امله د زده‎کوونکو پر مخ تړلي او زرګونه زده‌کوونکي هم د زده‎کړې له نعمته بې‌برخې پاتې شوي دي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG