د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۵۱

مشرانو جرګې د ولسي جرګې د تېرې ورځې پرېکړه وستایله


د افغانستان د مشرانو جرګې غړو د امنیتي سکټور مشرانو ته یو ځل بیا د باور رأیې ورکولو په اړه د ولسي جرګې د تېرې ورځې پرېکړه وستایله.

د دغې جرګې غړې ګلالۍ اکبري نن عمومي غونډه کې وویل، په اوسنیو شرایطو کې د امنیتي سکټور د مسؤلینو بې‌واکه کول د هېواد په زیان دي.

مېرمن اکبري زیاتوي:

"له ولسي جرګې مننه کوم څومره چې په لومړي سر کې په خپلو خبرو کې جدي وه، خو بیا هم وزیرانو ته‌یې د باور رأیې ورکړې دا اقدام اوسنیو شرایطو کې په رښتیا هم په ګته دی."

تېره ورځ ولسي جرګې د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رئیس د کمزوري مدیریت، د وروستیو ناامنیو او پر سردار محمد داود خان روغتونو باندې د حملې په مخنیوي کې د پاتې راتلو په خاطر استیضاح کړل خو بیا یې د باور رأیې ورکړې.

XS
SM
MD
LG