د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۴۸

خاشي: د جوزجان اقچه کې د پاڅون کوونکو مشر وژل شوی


د جوزجان امنیتي چارواکي وايي چې د اقچې ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو مشر د وسله‌والو طالبانو په حمله کې ووژل شو.

د دغه ولایت د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي نن ازادي راډیو ته وویل چې پر مرتضی تېر ماښام د اقچې په بازار کې حمله شوې ده.

عبدالحفیظ زیاتوي چې په دغه حمله کې د مرتضی دوه ساتونکي او یو ملکي کس هم ټپيان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG