د لاسرسي لېنکونه

د امنیتي مسؤلینو د استیضاح په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسي جرګې له خوا د امنیتي مسؤلینو د استيضاح د خبرې او په تړاو یې د ولسمشر د غبرګون په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، ولسمشر غني وړمه ورځ د ولسي جرګې له غړیو سره په کتنه کې ویلي چې د ولسي جرګې د استازو قانوني واکونو ته درناوی لري او د درې ګونو قواوو ترمنځ همکاري د هېواد د ثبات لپاره ګټوره ده.

د مطلب لیکوال لیکلي دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملي شورا یو شمېر غړو په دې وروستیو کې ویلي، ولسمشر ګواښ کړی که ولسي جرګه د امنیتي سکتور مشران صلب صلاحیت کړي دی به دا جرګه لغوه کړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپل یو مطلب کې د ولسي جرګې د اداري پلاوي او د کمېسیونونو له رئیسانو سره د ولسمشر غني د غونډې په اړه لیکلي:

په دغه غونډه کې د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي ولسمشر ته ویلي چې دوی به یې له ملي اصلاحي او پراختیايي پروګرامونو څخه ملاتړ کوي.

خو په مطلب کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې ایا په یاده غونده کې د امنیتي ارګانونو د مشرانو د استيضاح په اړه چې ولسي جرګې دمخه ورته نن ورځ ټاکې وه هم خبرې شوې دي او که نه.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، ارګ په تکرار سره هغه ادعا ردوي چې ګواکې ولسمشر ویلي، که د امنیتي سکتور مشران استيضاح شي نو ولسي جرګه به لغوه کړي.

په سرمقاله کې راغلي چې دا ادعا چې د وکیلانو له خوا شوې باید په اړه یې وضاحت ورکړل شي او دغه شان ولسي جرګه باید په خپلو پرېکړو کې ځان د ارګ له اغېز نه خلاص کړي.

د سرمقالې لیکوال دغه شان لیکلي چې د ارګ او ولسمشر یوازې دا خبره بسنه نه کوي چې موږ د ولسي جرګې پرېکړو ته درناوی لرو بلکې دوی باید دا په عمل کې ثابته کړي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، هیله ده چې ولسمشر د ولسي جرګې غړو ته دا اجازه ورکړي چې د امنیتي سکتور مسؤلین په خپلو کارونو کې د سم مسؤلیت نه ترسره کولو له امله وپوښتي، ځکه د سرمقاله لیکونکې په وینا له دوی څخه د پوښتنو نتیجه که هر څه وي د هېواد په ګټه به وي.

XS
SM
MD
LG