د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

فوربس ننګرهار کې د کوکنارو د کر کیلي د بندولو سپارښتنه کړې


امریکايۍ فوربس Forbes مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره ننګرهار ولایت کې د کوکنارو د کر کیلي د بندولو سپارښتنه کړې.

خپرونه په خپله وروستۍ ګڼه کې د کابل د سردار محمد داود خان پر روغتون حملې ته د اشارې په ترڅ کې لیکي:

دا د شاهین ۲۵ په نوم په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو د هغو عملیاتو په وړاندې د داعش ځوابي اقدام و چې په نتیجه کې یې د افغان چارواکو په وینا د دې ډلې شاوخوا ۲۵۰ وسله وال ووژل شول.

فوربس په افغانستان کې د داعش ډلې د وروستیو حملو یادونه کوي او لیکي:

د دې ډلې پر ضد د ځپونکو عملیاتو دوام یوه اړتیا ده خو خپرونه زیاتوي چې کله هم د داعش وسله وال د عملیاتو پر مهال مړه یا نیول کېږي نو دا ډله سمدستي له ډیورنډ کرښې پورې غاړه له افراطي ډلو څخه نور کسان استخداموي.

فوربس لیکي چې داعش او نورې ورانکارې ډلې د خپلو فعالیتونو د تمویل لپاره د مخدر موادو د قاچاق له عوایدو څخه کار اخلي.

خپرونه وړاندې لیکي چې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د مخدرو موادو په تولید کې د ۴۳ په سلو کې زیاتوالي یو علت په چین کې د کوکنارو د تولید شوي یو ډول تخم ترویج دی نو ځکه د فوربس د مطلب لیکوال سپارښتنه کوي چې د داعش او نورو تروریستي ډلو د مالي سرچینو د وچولو لپاره په ننګرهار ولایت کې د مخدروموادو د عرضې او تقاضا او له کروندګرو د عشر د اخیستو مخنیوي ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

د امریکا چاپ بله مجله نیوزویک په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د داعش د کمزوري کېدو په اړه په یوه مطلب کې پوښتنه کوي چې ولې دا ډله په افغانستان کې د خپل خلافت په اعلانولو بریالۍ نه شوه.

خپرونه لیکي:

افغانستان کې د داعش ډلې دریځ ورځ په ورځ کمزوری کېږي. د نیوزویک مطلب زیاتوي د امریکا پوځ ژمنه کړې چې د روان کال ترپایه به دا ډله له مینځه یوسي، په داسې حال کې چې افغان او نړیوالو ځواکونو لادمخه ډیری هغه سیمې بیرته نیولي دي چې پخوا داعشیانو ولکه پرې درلوده.

نیوزویک د افغانستان د کارپوهانو د شبکې د یوه څیړونکي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستی لیکي، که څه هم افغانستان په معاصره زمانه کې د جهاد بنسټ ایښودونکی هیواد دی خو دا د داعش لپاره چې په دې هیواد کې ځان ته د پښو د ځای په موندلو کې پاتې راغلی یوه شرموونکې ماته ده.

خپرونه زیاتوي، داعش ډلې چې دوه نیم کاله مخکې له پاکستاني طالبانو د جلا شویو ناراضي قوماندانو له خوا جوړه شوه په افغانستان کې له نژدې څلور سوه ولسوالیو د ختیځ پر یوازې یوې کوچنۍ سیمې ولکه ټینګه کړې ده.

نیوزویک لیکي داسې ښکاري چې په ټول افغانستان کې د داعش ډلې د تور بیرغ د رپولو لپاره د هڅو د زوال وخت رارسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG