د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

د غزني والي وايي دې ولایت ته د داعش د راتلو وېره لري


که څه هم د افغانستان دفاع وزارت مسؤلین وايي چې افغانستان کې داعش یا اسلامي دولت ډله ځپل شوې، خو د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې دغه ولایت ته د داعش د راتلو وېره لري.

د غزني ولایت والي عبدالکریم متین د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په یوه ځانکړې مرکه کې وویل چې غزني ته د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د راتلو وېره لري چې په خبره‌يې د ګاونډي ولایت زابل په دای‎چوپان ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش ډله شتون لري او دغه ولسوالۍ بیا د غزني د جاغوري ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.

نوموړی وايي چې د مخنیوي لپاره‌يې تر اوسه کوم تدابیر نه‎دي نیول شوي خو په دې اړه‌يې له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره خبرې کړي او هغوی ورته د مخنیوي پوره ډاډ ورکړی.

ښاغلي متین زیاته کړه:

"د غزني ناوه ولسوالۍ کې کله-کله سر راپورته کوي، خو ولې هغه ولسوالۍ زموږ ولکه کې نه‌ده او نه‌يې هم موږ مخه نیولی شو، خو د غزني باتوره ولس به هېڅکله دې ناوړه پدیدې ته اجازه ورنه‎کړي چې راشي."

ښاغلی متین وايي، تېر کال که څه هم د کړاوونو ډک وو خو بیا هم ښې لاسته راوړنې مو درلودې.

له دې سره غزني ولایت کې د ولایتي شورا مسؤلین هم ورته څرګندونې لري.

په غزني ولایت کې د ولایتي شورا غړی امان‌الله کامراني وویل چې د دغه ولایت ناوه ولسوالۍ ته پاکستاني جنرالان راځي او ترورېستي ډلې روزي.

ښاغلي کامراني زیاته کړه:

"د غزني ولایت سره مرکزي حکومت د مور او میرې چلند کوي څومره پام چې نورو ولایتونو ته کوي هغومره غزني ته نه‌کوي، ځکه غزني د افغانستان د اوله درجه ولایتونو څخه دی."

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش ضد ائتلاف غړو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په کوربه‎‎توب تېره اوونۍ واشنګټن کې غونډه وکړه او د داعش پر ضد يې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزې ستاینه وکړه.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان کې له داعشه هېڅ وېره نه‎لري او په خبره‌يې چې دغه ډله‌يې ځپلې ده.

نوموړی وايي چې اوس هم د داعش د له‎منځه وړلو لپاره پوره چمتووالی لري او هر چېرې چې دغه ډله سر پورته کړي دوی به‌يې په نښه کړي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"زابل په ټول وخت کې زموږ تر نظر لاندې و، موږ دوه اوونۍ مخکې هلته هوايي حملې کړي چې ۳۵ وسله‎وال مخالفین یو ځل وژل شوي، ۸ بل ځل وژل شوي او ۶ بل ځل."

ښاغلي وزیري دا هم وویل چې نوي کال کې د ترورېستي ډلو د له‎منځه وړلو لپاره ځانکړي پلانونه هم تر لاس لاندې لري.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG