د لاسرسي لېنکونه

اروپايي ټولنه د خپل تاسیس شپیتم کال لمانځي


د اروپایي ټولنې مشران د دې ټولنې د تاسیس د شپیتم کال د لمانځلو لپاره د ایټالیا په پلازمېنه روم کې سره راټولېږي.

بریتانیا چې له دې ټولنې د وتلو نیت لري، په دې جشن کې برخه نه اخلي.

اروپایې اتحادیه چې له ۲۸ هېوادونو جوړه ده، د مارچ پر ۲۵ نن شپیته کلنه شوه.

له دې ټولنې څخه د بریتا د وتلو پریکړه د دې سبب شوې چې د ټولني مشران د دوی د راتلونکې په اړه اندېښمن شي.

داسې اندېښنې هم شته چې ښایي فرانسه هم له دې ټولني څخه د وتلو پرېکړه اعلان کړي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاندد روان کال په مې میاشت کې له خپلې دندې ګوښه کېږي او که چېري د فرانسې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره ښئ اړخۍ کاندید مارین لوپن ګټونکی شي، نو نوموړي ژمنه کړې چې خپل هېواد به له اروپایې ټولني وباسي.

تمه ده د اروپایي اتحادیې مشران د خپلې جلسې په پای کې د دې اتحادیې د راتلونکي په اړه یوه اعلامیه خپره کړي.

XS
SM
MD
LG