افغانستان
مککېن: افغانستان سره د امریکا مرسته او همکاري ضروري ده

مخکښ جمهوري غوښتونکي سناتور جان مککېن یو وار بیا د افغانستان سره د امنیت او ثبات په شمول په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد مرسته او همکاري ضروري بللې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، جان مککېن پرون واشنګټن کې د بهرنیو چارو له وزیر صلاحالدین رباني سره په لیدنه کې د افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"ښاغلي مککېن ټینګار وکړ چې امریکا کې د نوې ادارې رامنځته کېدل به په افغانستان کې د دې هېواد پر لویو پالېسیو اغېز ونهکړي او د افغانستان حکومت او خلکو پر وړاندې به د امریکا تعهد کمزوری نهشي."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی دی.
دا دوه ورځنی کنفرانس نن چهارشنبه په واشنګټن کې پیلېږي.
ټاکل شوې چې ښاغلی رباني د دې کنفرانس تر څنګ د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم وګوري.
نوموړی به همدارنګه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره هم خبرې وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بریټانیا یو افغان ځوان د قتل په تور نیولی دی.

بریټانیايي پولیسو یو افغان ځوان په جرمني کې د یوه کس د وژلو په تور نیولی دی.
دا اولس کلن افغان تورن دی چې په جرمني کې یې د فبروري په ۴ یو کس وژلی دی او بیا بریټانیا ته تللی.
جرمني چارواکو ویلي چې دغه افغان ځوان په شویرین ښار کې یو کس وژلی او لومړی فرانسې بیا بریټانیا ته تښتېدلی دی.
جرمن چارواکو له بریټانیا غوښتي چې دا تورن کس دوی ته وسپاري.
خوړو نړیوال پروګرام: د افغان ستنیدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره ۲۵ ملیون ډالرو ته بیړنۍ اړتیا ده

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د روان کال تر پایه پورې له پاکستان څخه افغانستان ته له راستنیدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۵ ملیون ډالرو مرستې ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د WFP د پروګرام استازې موتینتا چیموکا په یوه ویډیو کلیپ کې چې د اپریل په درویشتمه یې پر ایکسپاڼه خپور کړی دی، ویلي دي چې دا تورخم ته تللې، هغه ځای ته چې هره ورځ له دې لارې په زرګونو افغان کډوال له پاکستانه راځي.
هغې وویل چې دا هغه خلک دي، چې ډیری یې خپل ټول ژوند په پاکستان کې تیر کړی او اړ شوي چې خالي لاس بیرته راستانه شي، ځینې یې هیڅ عاید نلري، کار نلري، خواړه نلري، او د تګ لپاره هیڅ ځای نلري.
نوموړې زیاته کړه چې دلته بشري وضعیت لا دمخه خراب دی، او په هرو دریو افغانانو کې یو یې ډاډه نه دی چې بله ورځ به څه خوري.
د اغلې چیموکا په وینا دوی د کال تر پایه په بیړني ډول ۲۵ ملیون ډالرو ته اړتیا چې له پاکستانه راغلیو کډوالو سره مرسته وکړي.
طالبانو د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې ترهګریز برید وغانده

د هند تر واک لاندې کشمیر کې د ترسره شوي برید د قربانیانو شمیر ته اندیښنې شته چې زیاتې به شي.
په پهلګام کې د سې شنبې په ورځ یوې ډلې وسله والو پر ګرځندویانو برید وکړ چې له امله یې لږ تر لږه شپږ ویشت تنه ووژل شول او یوشمیر ټپیان شول. هندي چارواکي وايي چې د یوشمیر ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی.
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش او د نړۍ یوشمیر نورو چارواکو دا برید غندلی او دا یې ترورستي حمله بللې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم نن په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی دی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلې دي چې داسې پيښې د سیمې امنیت او ثبات تهدیدوي.
پهلګام د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې یوه سیاحتي سیمه ده.
په دوه زره څلرویشتم کال کې د هند تر ادارې لاندې کشمیر ته درې نیم میلیونه سیلانیان ورغلي وو.
مجاهد: یوشمیر نظامي او ملکي مامورین تنقیص شوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن( د اپریل درویشتمه) وویل چې دوی په ملکي او نظامي برخو کې د مامورینو شمیر کم کړی دی.
مجاهد دا پریکړه طبیعي وبلله او د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون ته یې وویل چې په پوځي او ملکي برخو کې د کار د ښه کولو او د بیروکراسي د مخنیوي لپاره دا هڅې کیږي.
ښاغلي مجاهد د هغو مامورینو کره شمیرې یادې نه کړې چې تنقیص شوې دي، خو دا خبره یې وکړه چې د دغو تنقیص شویو شمیر زیات نه دی.
یوشمیر رسنیو تر دې مخکې راپور ورکړی و چې د طالبانو مشر ملا هبت اله اخندزاده امر کړی دی چې روان ۱۴۰۴ لمریز کال دې د پوهنې د وزارت نژدې نوي زره بستونه له تشکیلاتو حذف شي.
نړیوال بانک: افغانستان ۲،۵ فیصده اقتصادي وده کړې

نړیوال بانک نن په یوه راپور کې وویل چې د دوه زره څلرویشتم او پنځه ویشتم مالي کلونو په ترڅ کې افغانستان دوه اعشاریه پنځه فیصده اقتصادي وده کړې ده.
نړیوال بانک وړاندوینه کوي چې د دوه زره پنځه ویشتم او شپږ ویشتم کلونو په ترڅ کې به دا وده لږ کمه شي او دوه اعشاریه دوو ته به ورسیږي.
د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال مارټین ریزر وایي، سیمه اصلاحاتو ته ضرورت لري چې کارونه پکې پیدا شي او اقتصادي وده پکې چټکه شي.
د سلواغې په میاشت کې نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي و چې د مالي انزوا، بشري سرچینو کمبود او سیاسي بې ثباتي له امله د افغانستان اقتصاد له ماتیدونکي وضعیت سره مخامخ دی.
هند له افغانستان سره د واکسینونو مرسته وکړه

هند له افغانستان سره د نژدې پنځه ټنه واکسینونو مرسته وکړه.
د طالبانو د روغتیا وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې دا واکسینونه چې څلور اعشاریه اته ټنه دي، دې وزارت ته سپارل شوې دي.
د هند په دې مرسته کې د تیتانوس، هیپاتایتس بي، موسمي ریزشونو او یوشمیر نورو ناروغیو واکسینونه دي.
طالب چارواکو یادونه کړې چې د هند مرسته به په ټول افغانستان کې د زرګونو خلکو د ژوند ژغورلو په چاره کې مهم رول ولوبوي، چیرې چې د اوږدې بې ثباتۍ او اقتصادي ننګونو له امله اړینو طبي توکو ته لاسرسی محدود پاتې دی.
د طالب مخالفو ډلو ترمنځ د تګلارو په پلي کیدو کې اختلاف پیدا شوي او د افغانستان د ژغورنې ملي شورا سره يې پریکون کړی دی

د افغانستان د ملي مقاومت په نوم د طالبانو یوه مخالفه جبهه او د جمعیت اسلامي ګوند وايي، د افغانستان د ژغورنې د ملي شورا په هیڅ ډول پریکړه کې شامل نه دي.
د ملي مقاومت جبهې مشري احمد مسعود او د جمعیت اسلامي ګوند مشري د صلاح الدین رباني کوي پرون سه شنبې په جلا اعلامیو کې ویلي، "د افغانستان د ژغورنې ملي شورا سره ځکه پرېکون کوي چې د دې شورا له جوړښت، تګلارې او د مدیریت کړنلارې سره مخالفت لري او له دې شورا سره يې په دې برخه کې خپلې انديښنې شریکې کړې وي چې په پام کې نیول شوي نه دي.
د افغانستان د ژغورنې ملي شورا د ۱۴۰۳کال د ثور په ۱۶مه د تیرحکومت د یو شمیر سیاسي څیرو په شتون کې په انلاین ډول تاسیس شوه.
د دې شورا بنسټګرو ویلي، هڅه يې دا د طالبانو د "استبدادي او نامشروع" حاکمیت د دوام مخه ونیسي.
د طالبانو مخالفې جبهې په داسې حال کې له یو بل سره پریکون اعلانوي چې وخت ناوخت د ملي مقاومت په نوم جبهه په یو شمیر ولایتونو کې پر طالبانو د بریدونو خبره کوي.
طالبان بیا دا مخالفې جبهې جګړه خوښونکې ګنلي او وايي، دوی د افغانانو د خوښې خلاف اقدامات کوي.
طالبان؛ له قزاقستان سره مو د ۱۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
دغه وزارت پرون ناوخته پر ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي،" ۱۷ سوداګریز او ۳ د همکارۍ هوکړه لیکونه د قزاق-افغان د سوداګریزې مجموعې تر نامه لاندې په یوې ناسته کې لاسلیک شول".
د سه شنبې ورځې په ناسته کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سریک ژومانګارین ګډون درلوده او دواړو خواوو د هوکړه لیکونو د عملي کیدو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د قزاقستان پلاوی تازه کابل ته راغلی او غواړي په افغانستان کې د تیلو، ګازو، معدنونو او نورو زیربنايي برخو کې پانګونه وکړي.
د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د ژوندي سارو د تصویرونو خپریدل منع شول

په بامیان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست د خوځنده موجوداتو د تصویرونو خپریدل منع کړل.
په دې ډول بامیان د افغانستان پنځلسم ولایت شو چې د ژوندي سارو د تصویرونو د اخیستو د ممانعت اعلان پکې کیږي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي دي چې دا امر د وري میاشتې په نهه ویشتمه اعلان شوی دی. دغه مرکز په دې برخه کې خپل جدي اندیښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د ژوندي سارو د تصویرونو نه خپریدل د رسنیو پرکار منفي اغیز کوي او خبریالان له دې ګرځوي چې سم او کره اطلاعات راغونډ کړي.
څلور چکي پوځیان د یوه افغان پر وژلو تورن شوي

د چک د ځانګړیو ځواکونو څلور غړي د یوه افغان سرتیرې د وژلو په تړاو په برنو ښار کې محاکمه کیږي.
چکي رسنیو نن راپور ورکړ چې دا قضیه د دوه زره اتلسم کال له پيښې سره ارتباط لري. هغه وخت د هرات په شینډنډ کې د خان په نوم یوه افغان د چک د پوځي ځواکونو د سپیو یو روزونکی پروخازکا په ډزو وواژه او دوه تنه نور یې ټپیان کړل.
خان تر تحقیقاتو لږ موده وروسته ساه ورکړه.
د چکي رسنیو د راپورونو له مخې دا څلور سرتیرې په ورته وخت کې د بډو په اخیستو او له پوځي احکامو په سرغړونو تورن شوې دي.