د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۳

د ساختماني سکتور د معیاري فعالیتونو په مقصد "کاست" پروګرام پیل شو


په ساختماني سکتور کې د ظرفیتونو کموالی د پروژو چارو کې د شفافیت نه‎شتون، د دغه سکتور د فعالیتونو په ارزونه کې د بېلابېلو ادارو مداخلې، ناامني او د پراختیايي پروژو په هکله خلکو ته د اطلاعاتو نه رسېدل، هغه ستونزې دي چې د افغانستان ساختماني سکتور ورسره مخ دی.

د دې ستونزو د هوارۍ په مقصد د ساختماني سکتور لپاره د شفافیت د ابتکار غړو بنسټونو د پنجشبنې په ورځ د "کاسټ" په نامه یو نوی پروګرام پیل کړ.

د دغه پروګرام د څارنې غړي بنسټونه افغان حکومت، خصوصي سکتور او مدني ټولنه ده چې د حکومت په استازیتوب په‎کې د اقتصاد وزارت استازولي کوي.

د دغه پروګرام د پیل په مناسبت جوړې شوې ناسته کې د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد وویل، د کاسټ د پروګرام د موادو پلي کول به په هېواد کې د ساختماني سکتور د نیمګړتیاوو پوره کولو ته تدابیر ونیسي او فعالیتونه به یې شفاف او معیاري کړي.

د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد
د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد

ښاغلي مراد زیاته کړه:

"نن موږ یوه نوې تجربه پیلوو چې افغانستان له نورو هېوادونو سره په ساختماني سکتور کې د شفافیت د ټینګښت لپاره د کاسټ په نوم پروګرام پیلوي. کاسټ غواړي په دې سکتور کې کمزورۍ معلومې، ستونزې ځانګړې او د حل لارې یې پیشنهاد کړي."

د اقتصاد وزیر وویل، د ساختماني سکتور لپاره د شفافیت د ابتکار پروګرام یو نړیوال پروګرام دی چې مرکز یې لندن کې دی او افغانستان په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د دغه پروګرام غړیتوب ترلاسه کړ.

د غونډې ویناوالو وویل، د ساختماني سکتور لپاره د شفافیت د ابتکار نړیوال پروګرام د ساختماني سکتور د فعالیتونو لپاره یو لړ معیارونه ټاکلي چې د پروګرام غړي هېوادونه يې په عملي کولو مکلف ګڼل کېږي.

د اقتصاد وزیر دا هم وویل چې د دې پروګرام پر موادو له خصوصي سکتور او مدني ټولنې سره له شاوخوا ۱۰ میاشتو راهیسې مشورتي بحثونه ترسره شوي او حکومت، خصوصي او مدني ټولنې ژمنې کړي چې هر یو به په خپله برخه کې د ساختماني چارو د سمون لپاره هڅې جاري ساتي.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ په استازيتوب احمدالله موج هیله وښوده چې دغه پروګرام وکړای شي د هېواد د ساختماني سکتور اوسنۍ نیمګړتیاوې پوره او چارې یې معیاري کړي.

نوموړی وايي:

"دغه نوښت چې رامنځته شوی او څو بنسټونه یوځای شوي، دا هیله راکولای شي چې حکومت ځواب ورکولو ته حاضر کړي، هرڅوک هر ځای او هر کلي کې وکړای شي چې د تدارکاتو څخه پوښتنه وکړي چې دا پروژه چاته او څنګه ورکړل شوې، د کار کیفیت یې څنګه دی او کله پلي کېږي؟"

دا په داسې حال کې ده چې له څو کلونو راهیسې د افغانستان ساختماني سکتور کې د معیاري سیسټمونو په نه‎ لرلو، په چارو کې د بې کیفیته موادو په کارولو، د پروژو په داوطلبیو او تړونونو کې د شفافیت په نه شتون، په چارو کې په اداري فساد او داسې نورو انتقادونه کېږي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG