د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۴

صدیقي: د افغان معلولو سرتېرو ټیم "انویکټس" سیالیو ته چمتووالی لري


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغان ځواکونو د معلولیونو ورزشي ټیم د کاناډا "انویکټس" سیالیو کې د ګډون لپاره چمتووالی لري.

د کورنیو چارو وزارت وايي، که څه هم په کاناډا کې ترسره کېدونکې انویکټس سیالۍ نمایشي بڼه لري، خو د افغان ځواکونو ورزشي ټیم ته په‌کې ونډه ورکول دا معنی لري چې نړیوال د افغان ځواکونو قربانیو ته درناوی لري.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کاناډا سفارت کې په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې افغان اووه کسیزه ټیم به په دغو سیالیو کې د افغان ځواکونو له قربانیو او سرښندونو ښه تصویر نړیوالو ته وړاندې کړي.

صدیقي: دوی به نړیوالو ته ښه تصویر وړاندې کړي.
صدیقي: دوی به نړیوالو ته ښه تصویر وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان ټیم چې له امنیتي ځواکونو او له افغانستان څخه استازیتوب کوي شمېر او ټیم جوړ شوی دی، دوی هغه کسان دي چې د خدمت په لاره کې د بدن غړي یې له لاسه ورکړي دي."

د انویکټس"نه‌ماتېدونکې" نوم سیالۍ چې د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې د کاناډا په ټورنټو ښار کې ترسره کېږي د افغانستان په ګډون به په‌کې له ۱۶ هېوادونو هغه پوځي سرتېري چې په جګړو کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي ګډون وکړي.

دغه سیالۍ چې په بېلابېلو سپورټي برخو کې ترسره کېږي درې کاله وړاندې یې بنسټ د بریتانیا شهزاده هري کېښوده او هدف‌یې د سپورټ له لارې د هغو سرتېرو روحیې ته درناوی دی چې په جګړو کې ټپیان شوي دي.

د افغانستان په استازیتوب له دې وړاندې هم د افغان ځواکونو یو شمېر معلولینو په دغو سیالیو کې ګډون کړی وو.

په ورته وخت کې د انویکټس سیالیو اجرائیوي مشر مایکل برنز چې کابل ته راغلی وايي، په دغو سیالیو کې د افغانانو ونډه د نورو سرتېرو قربانیو ته د درناوي په معنی ده.

د ښاغلي برنز په خبره په کاناډا کې د ترسره کېدونکو سیالیو اصلي هدف دا دی چې نړیوال باید د هغوی قربانۍ چې د خپلې خاورې لپاره‌یې ورکړې دي له یاده ونه‌باسي.

د انویکټس سیالیو اجرائیوي مشر مایکل برنز.
د انویکټس سیالیو اجرائیوي مشر مایکل برنز.

نوموړي زیاته کړه:

"دا نه‌یوازې په کاناډا بلکې په ټوله نړۍ کې مهمه پېښه ده، کله چې موږ او تاسو خپل عزیزان او هغوی چې د هېواد راتلونکي وي جګړو ته استوو باید کله چې بېرته راګرځي په ښه طریقه‌یې ملاتړ وکړو."

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش چې په دې مراسمو کې یی ګډون کړی وو وايي افغان ځواکونه هره ورځ قرباني ورکوي نو ځکه د ده په خبره تربل هر چا دوی مستحق دي چې درناوی یې وشي.

راپور: محمد حدیث پردېس

صدیقي: د افغان معلولو سرتېرو ټیم "انویکټس" سیالیو ته چمتووالی لري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

XS
SM
MD
LG