د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې کابل او مسکو به د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا، د افغانستان سولې پر پروسې او د ترهګرۍ سره د مبارزې پر څرنګوالي وغږېږي.
د یادې شورا دفتر ویاند تواب غورځنګ وايي، ټاکل شوې چې له همدې امله د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په یو درې ورځني سفر مسکو ته ولاړ شي.
ښاغلي غورځنګ د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا سفر د روسیې د ملي امنیت سلاکار په بلنه د روانې مارچ میاشتې په ۱۶مه نېټه ترسره کېږي.
نوموړی وايي:
"د سفر په لړ کې به ښاغلی اتمر د خپل روسي سیال نیکولای پاتروشیف، د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف او د هغه هېواد د دفاع وزیر سره د ترهګرۍ سره په مبارزې، افغانستان کې د سولې او ثبات او د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړي."
دا روسیې ته د ښاغلي اتمر درېیم سفر دی.
خو د ملي امنیت شورا دفتر د معلوماتو له مخې د سیمهییزې اجماع په چوکاټ کې ښاغلي اتمر تر اوسه د روسیې تر څنګ هندوستان، ایران، اذربایجان، تاجکستان، چین او ځینو نورو هېوادونو ته تر تولو ډېر سفرونه کړي دي.
مسکو ته د ښاغلي اتمر دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې له دې وړاندې له طالبانو سره د روسیې د همکاریو په اړه ویل شوي او هغه هېواد افغانستان کې د داعش د حضور، د کوکنارو په کرکېلې او مخدره موادو په تولید بیا-بیا اندېښنه څرګنده کړې ده.
که څه هم افغان لوري د خپلو ځواکونو د تجهیز برخه کې د روسیې د مرستو هیله څرګنده کړې خو پوښتنه دا ده چې ایا د ملي امنیت سلاکار به په دغه سفر کې یو ځل بیا په همدغو موضوعاتو وغږېږي؟
تواب غورځنګ وايي چې د دوه اړخیزو اړیکو برخه کې د نظامي او امنیتي همکاریو موضوعات هم شامل دي خو په دې اړه له لیدنو مخکې څه ویل به له وخته مخکې وي.
خو مسکو تېر کال افغان حکومت ته لس زره میله کلاشينکوفونه سپارلي او د نورو ژمنو لپارهیې هم ټټر وهلی دی.
د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم مسکو ته د افغان پلاوي دا سفر مهم ګڼي وايي، افغان چارواکي باید روسي چارواکو ته د نوموړي هېواد په وړاندې د افغان خاورې د نهاستفادې ډاډ ورکړي.
ښاغلي خادم زیاته کړه:
"د روسانو سره تعامل مهم دی او په ورته وخت کې له هغوی سره نهتفاهم د افغانستان مسایلو کې د لا خنډونو د جوړېدو لامل کېدلی شي، په اوسني وخت کې دې د افغانستان سیاسي رهبري داسې ظریف سیاست ونهګالي چې که چېرته موږ د روسانو له ګټو برخمن کېدای نهشو نو لږ تر لږه دې د هغوی له ضرره هم په امان کې واوسو، نو دا به زموږ لپاره جبران نه مننونکي اړخونه ولري."
هغه وايي، فعاله ډیپلوماسي او پیاوړی دریځ کولای شي روسیه د افغان ځواکونو سره همکاریو ته لېواله او د دواړو هېوادونو تر منځ رامنځته شوي شکونه ختم کړي.
د امنیتي چارو کارپوه اجمل سایس بیا وايي، مسکو د دوی پر وړاندې د افغانستان د خاورې په استفادې او کابل بیا د طالبانو سره د هغه هېواد په مرستو ګېلهمند دی.
نوموړی له دې امله اندېښنه لري چې د افغان او روسي چارواکو تر منځ اړېکې د دې پر ځای چې وضعیت سم لوري ته بوځي ممکن د ځینو هېوادونو حساسیتونه راوپاروي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ