د چين یو لوی مخابراتي شرکت «ZTE» موافقه کړې چې د امریکا له خو پر بنديزونو سربېره ايران او شمالي کوريا ته د حساسې ټکنالوژي انتقالولو په خاطر به ورباندي لګېدلې جريمه پرې کوي.
د موافقې له مخې به دغه شرکت د نورو سرغړونو په صورت کې اضافي جريمه هم پرې کوي.
دغه شرکت موافقه کړې ده چې د ۸۹۲ میلیونه ډالرو جریمه به ځکه ورکوي چې ايران او شمالي کوریا ته يې د امریکا پر بنديز سربېره حساسه ټکنالوژي انتقال کړې وه.
د امريکا د ټکساس ايالت محکمې لا تر اوسه دغه موافقه نه ده تائيد کړې.
د موافقې له مخې، په هغه صورت کې که «ZTE» په راتلونکو اوو کلونو ازمويښتي دوره کې سرغړونه وکړي، اضافي ۳۰۰ میلیونه ډالر جريمه به پرې کوي.
د امریکا د سوداګرۍ وزير ويلبر راس ويلي:
"موږ نړۍ ته پيغام رسوو چې تېر ايستل پای ته رسېدلي دي، هر څوک چې زموږ په اقتصادي بنديزونو ريشخند وهي، بې سزا به نه پاته کېږي."
راس پر «ZTE» تور پوري کړی چې د امریکا له قانونه يې سرغړونه کړې او پلټونکي يې قصداً تېر ايستلي دي.
«ZTE» د نړۍ له لويو مخابراتي وسيلو جوړوونکو شرکتونو څخه دی.
امریکا پر «ZTE» تور پوري کړی چې د ۲۰۱۰میلادي د جنورۍ او ۲۰۱۶میلادي تر اپرېل مياشتې پوري يې د ايران پر ضد د امریکا له قوانينو سرغړونې کړي دي.
دغه شرکت د ايران له حکومت سره د مخابراتي شبکو د سافټويېر او پرزو لپاره قراردادونه کړي وو چې د جوړېدو پيل يې په امریکا کې کېده.
«ZTE» د خپلو ۲۵ څخه تر ۳۰ فيصده پرزو لپاره پر امریکايي شرکتونو لکه مايکروسافټ، انټيل او کوالکوم اتکا کوي.
د ۳۲ میلیونه ډالرو په لګښت سامانونه چې «ZTE» ایران ته ورکړي، د امریکا د صادراتو له قانون څخه سرغړونه ده چې پکې راوټرونه، مایکروپروسسر او سرورونه شامل دي.
د راپورونو له مخې دغه چينايي شرکت شمالي کوريا ته هم د امریکا پر بنديزونو سربېره ۲۸۳ ځلې سامانونه لېږلي دي.
«ZTE» نیمايي برخې څېښتن د چین دولت دی او د ازمويښت په اووه کلنۍ دوره کې ورڅخه د صادرولو حق اخيستل کېدای شي.
د سپينې ماڼۍ وياند شان سپايسر وايي چې د «ZTE» پر وړاندي ټولې جریمې د امریکا د سوداګرۍ، عدليې او ماليې وزارتونو لګولي دي.