د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

سرنوشت: غني د کوم جواز له مخې د ولسي جرګې بل تقنیني کال پرانېزي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ملي شورا د نوي تقینیني کال د پرانیستې په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، ټاکل شوې چې ولسمشرمحمد اشرف غني نن د ملي شورا نوی تقنیني کال پرانېزي.

په سرمقاله کې راغلي چې دغه کال ته دوهم امتیازي کال نوم ورکړل شوی چې د افغانستان په اساسي قانون کې کوم ځای نه لري.

په سرمقاله کې وړاندې ویل شوي چې ولسي جرګه په داسې حال کې خپل کار پیلوي چې لایې هم د ټاکنو نېټه نه ده معلومه او دغه جرګه په ناقانونه ډول خپل کار ته دوام ورکوي.

د سرمقالې لیکوال پوښتنه مطرح کړې چې ولسمشر د کوم جواز له مخې د ولسي جرګې یو بل تقنیني کال پرانېزي او د ولسي جرګې غړي د کوم جواز له مخې خپل کار قانوني ګڼي؟

اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقاله کې لیکلي، د ملي شورا نوی تقنیني کال په داسې حال کې پیلېږي چې افغانستان ځانګړي شرایط تجربه کوي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، د ګاونډیو هېوادونو لوبې او لاسوهنې تر بل هر وخت زیاتې شوي او د ولسمشر په وینا نا اعلان شوې جګړه دا دی په اعلان شوې جګړې بدلېږي او دوی پرته له هېڅ ډول ویرې له هغوی څخه چې دغه هېواد په کنډواله بدلوي او د خلکو وینې تویوي ملاتړ کوي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې په داشان شرایطو کې باید ملي شورا له حکومت سره همکاره اووسي او په ټولو امنیتي، سیاسي، اقتصادي ، علمي او ټولنیزو پروګرامونو کې یې مرسته او ملاتړ وکړي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

د ملي ارمان سرمقاله لیکونکی لیکي، د افغانستان نا قانونه ملي شورا نن د خپل کار نوې دوره پیلوي.

په سرمقاله کې راغلي د ملي شورا د کار دوره دوه کاله مخکې ختمه شوې تر اوسه پورې په ناقانونه ډول فعالیت کوي او خلکو او دولت ته یې ګڼې ستونزې هم راولاړې کړې دي.

سرمقاله لیکونکي د مثال په ډول، د لارو د بندېدو، قوم پالونکو څرګندونو، سلیقه يي پرېکړو او کمېشن کاریو یادونه کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، نه یوازې دا چې خلکو د ملي شورا په اوسمهالو غړو خپل اعتماد له لاسه ورکړی، بلکې په دې اندېښنه کې دي چې دوی د افغانستان د خلکو لپاره نورې ستونزې او سرخوږی جوړ نه کړي.

سرمقاله په دې کرښه ختمه شوې چې د ملي شورا لګښتونه پر ملي بودجه یو دروند بوج دی او له شتونه یې نه شتون ښه دی.

XS
SM
MD
LG