حضرت عمر زاخېلوال ویلي که د تورخم او سپینبولدک لارې خلاصې نهشي په پاکستان کې د بندو افغان مسافرو د انتقال لپاره د ځانګړو پروازونو غوښتنه کوي.
ښاغلي زاخېلوال ویلي د دغو لارو د خلاصون لپارهیې له ډېره وخته غږ پورته کړی خو پاکستاني چارواکو قانع کوونکی ځواب نهدی ورکړی.
پاکستان وروسته له هغه د تورخم او سپینبولدک پهشمول له افغانستان سره ټولې موجوده قانوني لارې تړلي چې په سند ایالت کې چاودنې خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.
"د لارو د بندښت بېدلیله دوام د عامو خلکو له ځورونې پرته بل هېڅ معنی نهلري."
دا خبره په پاکستان کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حضرت عمر زاخېلوال په خپل فېسبوک کړې ده.
هغه ویلي پاکستاني چارواکو ده ته هېڅ ډول قانع کوونکی ځواب نهدی ورکړی چې ولې یې له افغانستان سره ټولې قانوني لارې تړلې دي؟
زاخېلوال د پاکستان صدراعظم د ملي امنیت او بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره د شنبې په ورځ خبرې کړې دي.
ښاغلي زاخېلوال د پاکستان صدراعظم سلاکار ته ویلي چې که تر دوو نورو ورځو لارې خلاصې نهشي په پاکستان کې د بندو افغان مسافرو د انتقال لپاره د ځانګړو پروازونو غوښتنه به وکړي.
ښاغلي زاخېلوال ویلي:
"ما ورته وویل چی که په راتلونکو دوه ورځو کې له دې لوري لارې خلاصې نهشي نو زه به له کابل څخه د بندو مسافرینو د انتقال لپاره د ځانګړو پروازونو غوښتنه وکړم چې د دوی لپاره به ښکلی تصویر ونهاوسی، البته د کابل څخه مې وخته د داسې پروازونو غوښتنه کړې."
د پاکستان پوځ لوی درستیز د فبروري په ۱۶مه په سند ایالت کې د لعل شهباز قلندر زیارت تر خونړۍ چاودنې څو ساعته ورورسته امر وکړ چې له افغانستان سره ټولې لارې وتړل شي.
په سند کې د چاودنې مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت ډلې په غاړه واخیست خو پاکستاني چارواکو پر افغانانو چې خپله هم د داعش له لاسه له سختیو سره مخ دي ټولې لارې وتړلې.
په پاکستان کې افغان سفیر ښاغلي زاخېلوال ویلي، دا هېڅ د توجیه وړ نهده چې د ترورېستانو د اوښتو د مخنیوي په خاطر د سپينبولدک او تورخم په څېر لارې وتړل شي او په درنو او سپکو وسلو سمبال سلګونه عسکر هم پهکې ځای پر ځای شي.
ښاغلي زاخېلوال ویلي د لارې له تړل کېدو راهیسې یې له یو شمېر سیاستوالو له هغې ډلې افتاب احمد خان شیرپاو، اسفندیار ولي خان، سراجالحق، عمران خان او ځینو نورو سره تفصیلي خبرې هم کړې دي.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي چې د لارو د تړل کېدو په باب افغان سفیر ورسره د شنبې په ورځ خبرې کړې دي.
عمران خان په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې: "د افغانستان او پاکستان د سرحد تړل انساني ناورین رامنځته کوي."
عمران خان هیله ښودلې چې په دواړو غاړو کې قانوني اجازه لرونکو کسانو ته د تګ راتګ لپاره لار خلاصه شي او دواړه حکومتونه هم د ترورېزم په وړاندې په مؤثره توګه مبارزه وکړي.
شااوخوا ۲۵ زره هغه افغانان چې د درملنې او یا نورو اړینو کارونو په هدف پاکستان ته تللي و له شلو ورځو راهیسې په دغه هېواد کې بند پاتې دي.
تر اوسه روښانه نهده چې پاکستاني چارواکي به څه وخت د تورخم او سپینبولدک په څېر نورې تړلې قانوني لارې پرانیزي او ګڼ شمېر خلک له ستونزو خلاص کړي.
راپور: صفيالله ستانکزی