په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال افغانانو ته سپارښتنه وکړه چې له اړتیا پرته، پاکستان ته له سفره ډډه وکړي.
ښاغلي زاخېلوال له ازادي راډیو سره پرون شنبه په مرکه کې وویل چې وضعیت د ډاډ وړ نهدی نو افغانانو ته به غوره وي چې په داسې حال کې پاکستان ته تګ راتګ بند کړي.
حضرت عمر زاخېلوال زیاته کړه:
"زما هیله دا ده چې له افغانستانه دې پاکستان ته غیر ضروري سفرونه کم شي ځکه وضعیت ډېر مطمئن نهدی او زه نهغواړم چې زموږ هېوادوال دلته راشي او له ستونزو سره مخامخ شي نو غوره ده چې که ډېر زیات ضروري کار نهلري، قطعاً دې دې خوا ته سفر ونهکړي."
په پاکستان کې تر یو شمېر انتحاري او وسلهوالو حملو وروسته چې مسؤلیتیې وسلهوالو طالبانو او داعش واخیست، اسلاماباد ادعا وکړه چې حمله کوونکي د افغانستان له لوري هغه هېواد ته ورغلي وو.
دا ادعا د افغانستان حکومت په شدت رد کړه.
خو د پاکستان پوځ د فبرورۍ په ۱۶مه یوه اعلامیه خپره کړه او اعلانيې وکړ چې تر بلې خبرتیا به له افغانستان سره پولې د عادي خلکو او سوادګرو پر مخ تړلې وي.
تر دې اعلان وروسته د تورخم او سپینبولدک لارې بندې شوې.
د جرمني خبري اژانس په حواله، پاکستاني لوري د شنبې په ورځ تر ۲۵۰ زیاتو افغانانو ته چې عمرونهیې زیات وو، له وېزو سره په پاکستان کې بند پاتې یا ناروغان وو، د هغوی د سفر د اسنادو تر شدیدې څارنې وروسته، پر ګډو پولو د تېرېدو اجازه ورکړه.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وویل چې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو لګیا دی او ښايي د تورخم او سپینبولدک لارې په نورو درېيو یا څلورو ورځو کې پرانیستل شي.
حضرت عمر زاخېلوال وايي:
"په تدریجي شکل به په راتلونکو درېیو یا څلورو ورځو کې دا لارې خلاصې شي، زموږ هیله دا ده چې دا لارې به پوره خلاصې شي."
خو ښاغلي زاخېلوال پر فېسبوک پاڼه په یوه یادداشت کې لیکلي چې افغانان دې ان په بشپړ ډول د لارو د خلاصېدو په صورت کې پاکستان ته له تګه ډډه وکړي.
د جرمني خبري اژانس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند نفیس زکریا په حواله ویلي چې په بشپړ ډول له افغانستان سره د سرحدي لارو د خلاصېدو پرېکړه به په مناسبه موقع کې وشي.