د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

شکایتونو کمېسیون: د انتخاباتو شفافیت اصلاحاتو پورې تړلی دی


تر هغې چې په انتخاباتي نظام کې بنسټیز اصلاحات رامنځته نه شي او د دغه بهیر پر وړاندې پرتې تخنیکي او مالي ستونزې لرې نه شي د راتلونکو انتخاباتو شفافیت نه تضمینېږي.

د هرې ورځې په تېرېدو په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو او شفافیت په اړه اندېښنې زیاتېږي.

اوس د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون هم په دې اړه اندېښنې او انتقاونه لري.

د دغه کمېسیون چارواکي وايي، په انتخاباتي نظام کې د اساسي اصلاحاتو له رامنځته کېدو پرته که انتخابات ترسره هم شي شفافیت یې څوک نه شي تضمینولای.

د یاد کمېسون ویاند علي رضا روحاني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو د ترسره کولو په برخه کې تر ټولو لویه ننګونه د اړوندو ارګانونو په ځانګړې توګه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لخوا د ارادې نه موجودیت دی.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې مسئله کې تر اوسه ښکېلو خواوو جدي او اساسي ګامونه نه دي اخیستي چې یوه برخه یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ورګرځي، دا د کمېسیون دنده او صلاحیت دی چې په دې اړه له فشار پرته پرېکړه وکړي، خو د اصلاحاتو له راوستلو پرته طبعاً هېڅ څوک نه شي کولای د انتخاباتو شفافیت تضمین کړي."

له دې وړاندې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویلي و چې په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو له راوستو پرته د انتخاباتو ترسره کول ممکن نه دي او په دې برخه کې بنسټیزو اقداماتو ته اړتیا ده.

د بنسټیزو اصلاحاتو راوستل، د رای ورکوونکو د مرکزونو ټاکل، په وخت سره د انتخاباتو د لېست مشخص کول، د رای ورکونې د کارتونو د برخلیک معلومول او د رای ورکونې په پروسه کې د شفافیت رامنځته کول هغه ستونزې او ننګونې دي چې د دغه کمېسیون ویاند ورته اشاره وکړه.

ښاغلی روحاني ټینګار کوي، که پر وخت په انتخاباتي نظام کې لازم اصلاحات رامنځته نشي، نو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به له ستونزو ډک وي.

احمدزی: د طرحې تر تائید وروسته به د انتخاباتو چارې چټکې شي

خو دا چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د اصلاحاتو د راوستو او پر وخت د انتخاباتو ترسره کېدو ته اراده لري او که نه؟ د انتخاباتو خپلواک کمېسیون زموږ دې پوښتنې ته ځواب ورنه کړ.

له دې ټولو سره ـ سره پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د حکومت ترفشار لاندې دی او له تخنیکي او مالي پلوه د اصلاحاتو راوستو او د انتخاباتو ترسره کولو ته نه دی چمتو.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو "ټیفا" بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده په دې اړه وايي:

محمد نعیم ایوب زاده.
محمد نعیم ایوب زاده.

"اساسي ستونزه د حکومت او په خاصه توګه د ارګ ماڼۍ ده، له تخنیکي او مالي پلوه کمېسیون د داسې انتخاباتو ترسره کولو ته نه دی اماده چې ټولو ته د منلو وړ وي، خو د حکومت له لورې پر کمېسیونو فشار، دوی له ستونزو مخ کړي چې د داسې وضعیت په دوام انتخابات د کړکېچ پر لور تللی شي."

په انتخاباتي بنسټونو کې د ټکنیو اصلاحاتو ترڅنګ د بودجې نشتوالی او نا امني د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د راتلونکو انتخاباتو پر وړاندې سترې ننګونې بلل کېږي.

خو د ملي یووالي حکومت مشرانو بیا د یادو ستونزو حل له خپلو مهمو لومړیتونو څخه بللی.

دا چې په دې اړه د افغانستان د ارګ ماڼۍ ځواب څه دی په اړه یې د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي:

شاه حسین مرتضوي.
شاه حسین مرتضوي.

"حکومت د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره پیاوړې او جدي اراده لري او په دې برخه کې ټول چمتووالی نیول شوی دی څو انتخابات پر وخت ترسره شي، پر امنیتي پلان کار شوی او ټول مالي امکانات یې برابر شوي او همدا راز په دې اړه درې ناستې شوي چې په هغه کې د تمویلوونکو هېوادونو استازو او د انتخاباتي کمېسیونو غړیو برخه اخیستې وه او په دې اړه یې خبرې وکړې هغه څه چې د انتخاباتو کمېسیون ته ورګرځي دوی باید د حوت د میاشتې تر ورستیو پورې له حکومت سره عملیاتي پلان شریک کړي."

که څه هم ښاغلی مرتضوي وايي چې د انتخاباتو د ترسره کولو په برخه کې حکومت جدي اراده لري خو د ټیفا مسؤلین بیا وايي چې حکومت د انتخاباتو د ترسره کېدو اراده نه لري.

د شفافو انتخاباتو د بنست د مسؤلانو په خبره دا موضوع به نه یوازې د حکومت کړنې له پوښتنو سره مخامخ کړي بلکې دا هېواد به د کړکېچ پر لورې هم بوځي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG