د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

احمدزی: د طرحې تر تائید وروسته به د انتخاباتو چارې چټکې شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د کابینې له خوا د حوزوي سیسټم په اړه د جامع طرحې له تائید وروسته به انتخاباتي هلې ځلې چټکې شي.

یاد کمېسیون وايي، ترتیب شوې طرحه به د روانې میلادي میاشتې په ۲۰ مه کابینې ته وړاندې شي.

دغه کمېسیون وايي، د شفافو او عادلانه انتخاباتو د تر سره کېدو لپاره د حکومت له مشرانو، د ملګرو ملتونو او د مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو له استازو سره سلا مشورې پيل شوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د فبرورۍ میاشتې په شلمه به د حوزوي سیسټم د جامع طرحې په اړه بله مهمه غونډه ترسره شي او له هغې وروسته به د دې کمېسیون کارونه لا چټک شي.

نجیب الله احمدزی.
نجیب الله احمدزی.

نوموړي زیاته کړه:

"دولت د ۳۰ میلیونو ډالرو ژمنه وکړه، موږ به له ډونرانو سره دوامدارې غونډې ولرو، له دوی سره به راتلونکي پلانونه شریک کړو، د حوزوي سیسټم په اړه زموږ جامع طرحه به د فبرورۍ په ۲۰ مه له ولسمشر سره شریکه کړو، هغه به له کابینې پاس شي بیا عملیاتي پلان جوړو او زه هیله لرم چې له هغې وروسته به زموږ کارونه ګړندي شي."

ښاغلی احمدزی زیاتوي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره ۱۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې تراوسه نه دي برابر شوي.

تېره اوونۍ افغان ولسمشر د انتخاباتي کمېسیونونو له کمېشنرانو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي او د یوشمېر هېوادونو له سفیرانو سره په غونډه کې وویل حکومت د انتخاباتو ترسره کېدو ته پياوړې اراده لري.

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د افغان حکومت د دغې ارادې هرکلی کړی.

د یوناما له دفتره د جمعې په ورځ په خپره شوې خبر پاڼه کې د انتخاباتو له کمېسیون څخه غوښتل شوي چې خپل کارونه په بې پرې ډول سره ته ورسوي او سیاسي باور ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د شفافیت د څار بنسټ یا فیفا د انتخاباتو د کمېسیون وروستۍ هڅې ستايي او ټینګار کوي چې دغه کمېسیون باید خپل کارونه په شفاف ډول ترسره کړي.

یوسف رشید
یوسف رشید

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل:

"کمېسیون ځینې مکلفیتونه لري چې د شک او تردید لپاره زمینه برابره نه کړي، کوم کار چې کوي باید ډېر شفاف او پرانستی وي او د چا لپاره د مداخلې زمینه برابره نه کړي، داسې کار که وکړي چې هغه سره سیاسیونو ته د مداخلې زمینه برابره شي، دا به د دموکراسۍ، انتخاباتو او ملي بنسټونو لپاره یو لوی تاوان وي."

ښاغلی رشید زیاتوي د انتخاباتو د مهال وېش نه اعلان، روانې ناامنۍ، په ولسوالیو کې د نفوس د دقیقي احصاییې نشتوالی، د مرسته کوونکو له خوا د مالي امکاناتو په خپل وخت نه برابرول، په لرو پرتو سیمو کې د غیر مسؤلو وسله والو حضور او د رایې د زړو کارتونو موجودیت د راتلونکو انتخاباتو پر وړاندې پرتې ستونزې دي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر وايي، له حکومتي چارواکو اومرسته کوونکو سره په همغږۍ به په راتلونکې کې په دې اړه بحث وکړي، څو پرتو ستونزوته د حل مناسبې لارې ولټول شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG