د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

غني د انتخاباتو له کمېسیونه وغوښتل چې د انتخاتو مهالویش جوړ کړي


ولسمشر غني د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته په اشارې سره ویلي چې د اصلاحاتو د راوستلو، د انتخاباتو د نېټې د معلومولو او د اړتیاوو د فهرست جوړولو برخه کې هڅې وکړي څو کارونه پرته له کوم ځنډه ترسره شي.

ولسمشر غني ویلي، حکومت د هر اړخېز اصلاحاتو د راوستلو او د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره قوي سیاسي اراده لري.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ویل شوي چې خپل پلانون لکه د انتخاباتو نېټه او د اړتیاوو لېست چمتو او د انتخاباتو تاریخ دې له خلکو سره شریک کړي."

ولسمشر غني دا څرګندونې د چهارشنبې په ماښام په یوه غونډه کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له کمېشنرانو، د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي او د بهرنیو هېوادونو له یو شمېر سفیرانو سره په خبرو کې کړي.

ولسمشر غني ویلي، حکومت د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ۳۰ میلیونه ډالر په پام کې نیولي او د ټاکنو کمېسیون باید خپل پلانونه داسې تنظیم کړي چې د لګښت د کمښت لامل شي.

ولسمشر دغه شان ویلي چې د ټکنالوژۍ برخه کې باید یوه تخصصي کمېټه جوړه شي څو تر ډېره د انتخاباتو شفافیت تضمین کړي.

ده د انتخاباتي کمېسیونونو د تېرو ستونزو پر بنسټیز حل هم ټینګار کړې دی.

په دغه ناسته کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي چې حکومت په انتخاباتي کمېسیونو کې د اصلاحاتو راوستلو ته ژمن دی او د پلان پر بنسټ عملي کېږي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو یو شمېر سفیرانو د انتخاباتو په اړه د افغان حکومت دغه دریځ ستایلی دی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب احمدزی وايي، دوی په دغه ځانګړي شوې بودجې نه‎شي کولای چې راتلونکي انتخابات ترسره کړي.

ده د پنحشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د اصلاحاتو راوستل او کورني کارونه یې په لومړیتوبونو کې دي نه د انتخاباتو نېټه.

نوموړی وايي:

"د اصلاحاتو پرته د انتخاباتو ترسره کیدل ناممکنه ده، لومړۍ غواړو چې په مرکز او ولایتونو کې اصلاحات راوستل شي او له هغه وروسته د ټاکنو پر نېټې کار کوو."

په ورته وخت کې د افغانستان پر انتخاباتو د څار د بنسټ رئیس جانداد سپین‎غر وايي، د انتخاباتو کمېسیون تر اوسه خپل فعالیتونه نه‎دي روښانه کړي او ان د راتلونکي کال په دوبي کې هم د دغو انتخابات د ترسره کولو لپاره هیله نشته.

د افغانستان پر انتخاباتو د څار د بنسټ رئیس جانداد سپین‎غر
د افغانستان پر انتخاباتو د څار د بنسټ رئیس جانداد سپین‎غر

نوموړی وايي:

"د انتخاباتو کمېسیون تر اوسه کوم واضح پلان نه‎دې وړاندې کړې چې له مخې یې د اصلاحاتو او د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره کوم اقدام شوی وي، لاتر اوسه ډیر کارونه پاتې."

د هغه په خبره د اصلاحاتو پرته د ټاکنو ترسره کېدل د خلکو په سترګو کې د خاورې شیندل دي.

دی ټینګار کوي لومړۍ اړتیا ده چې کمېسیون خپل کورني کارونه تنظیم کړي او له هغه وروسته د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره لاس په کار شي.

عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG