د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

اریايي: که اسانتیاوې برابرې نه‌شي تر ۹ میاشتو انتخابات ناممکن دي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون وايي، که دولت او نړیواله ټولنه ورته د انتخاباتو اړوند هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې نه‌کړي، نا ممکنه ده چې د هیواد راتلونکي انتخابات تر اته نهه میاشتو پورې ترسره شي.

مسلکي کدرونه، د انتخاباتو اړوند تخنیکي تجهیزات او وسایل، د انتخاباتي شکایتونو د ولایتي دفترونو فعالول، لازمه بودجه، د استخدام د پروسې اسانول، د انتخاباتو د هر اړخیزو بنسټونو جوړول او داسې نور هغه موارد دي چې که د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له‎خوا برابر نه‎شي، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو راتلونکي انتخابات به تر شاوخوا نهو میاشتو پورې هم تر سره نه‎شي.

د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون رئیس عبدالعزیز اریايي د دوشنبې په ورځ د دغه کمېسیون او یو شمېر مدني ټولنو سره د ګډو همکاریو د تفاهم‎لیکونو د لاسلیک په غونډه کې وویل، په دې اړه‌یې خپل وړاندیزونه، طرحې او پلانونه ترتیب کړي او ډېر ژر به‌یې له حکومت او د نړیوالې تولنې له استازو سره شریک کړي.

د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالعزیز اریايي
د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالعزیز اریايي

نوموړی وايي:

"تر هغې چې زموږ پروګرامونه پلي نه‎شي، هېڅ‎کله هغو انتخاباتو ته چې وخت‌یې پر موږ الزامي شي، پر هغو انتخاباتو، نه‌ باوري یو او نه ورته اماده یو. که نن نړیواله ټولنه او دولت له موږ سره همکار شي او موږ ټولې اسانتیاوې ولرو، بیا هم د دې پلان پلي کول لږ تر لږه، اته نهه میاشتې نیسي."

ښاغلي اریايي دا هم وویل، د انتخاباتو پروسې ته باید د یوې پروژې په بڼه ونه‌کتل شي ځکه چې دا یوه دوامداره پروسه ده او د راتلونکو انتخاباتو د زېربناو جوړولو ته باید د دولت له‎خوا عملي هڅې وشي.

د انتخاباتو اړوند د مدني ټولنې استازي هیله ښيي چې پر دغو تفاهم‎لیکونو عمل وشي او دوی ته د انتخاباتو د پروسې د څار زمینې برابرې شي.

د اکسین یا د انتخاباتو اړوند د مدني ټولنې رئیس جانداد سپین‎غر
د اکسین یا د انتخاباتو اړوند د مدني ټولنې رئیس جانداد سپین‎غر

د اکسین یا د انتخاباتو اړوند د مدني ټولنې رئیس جانداد سپین‎غر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هیله‌مند یو چې دغه تفاهم‎لیک موږ ته دا اسانتیاوې راکړي چې د کمېسیون د کړنو پر نظارت خلاص لاس ولرو او له خلکو سره معلومات شریک کړو چې دغه کمېسیون د خلکو د غوښتنو پر اساس عمل کوي او که د کوم سیاسي فشار لاندې دی."

له دوه زره لومړي کال راهیسې افغانستان کې د جمهوري ریاست لپاره درې ځلې انتخابات شوي خو خلکو، مدني ټولنې او ځینو سیاستوالو دغه درې واړه انتخابات له درغلیو ډک بللي دي.

د جمهوري ریاست لپاره وروستي انتخابات چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ وشول، دومره لانجمن شول چې نتایج‌یې تر میاشتو پورې وځنډېدل.

په ورته وخت کې د افغان حکومت چارواکي وايي، د راتلونکو انتخاباتو لپاره‌یې د تدابیرو د نیولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د انتخاباتو ترسره کول، له خلکو سره د ملي یووالي حکومت له مهمو ژمنو څخه دي، د حکومت مشرتابه مصمم دی چې ژر تر ژره پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات وشي. له هغې وروسته چې انتخاباتي کمېسیونونه خپل پروګرام دولت ته وړاندې کړي، کوم مسایل چې دولت پورې اړه مومي، په اړه به‌یې پرته له شکه، لازم او جدي اقدامات وشي."

د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته په داسې حال کې د چمتووالي خبرې کېږي چې د دغه هېواد ډېری وګړي، هېواد کې د ورته تېرو انتخاباتو له پروسې راضي نه‌دي.

دوی وايي، تېر انتخابات د زور، واسطو او مداخلو تر فشار لاندې شوي خو هیله‌مند دي چې راتلونکي انتخابات د خلکو له ارادو سره سم ترسره شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG