د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

احمدزی: د دارالانشا مشرۍ لپاره ۳ کاندیدان ولسمشر ته معرفي شوي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئيس وايي، له دوو اوونيو راهيسي، د دې کمېسیون د دارالنشا د مشرۍ لپاره د درېیو کانديانو نومونه جمهوري رياست ته معرفي شوي دي.

نجيب الله احمدزي همداراز وويل چې دوی اراده لري انتخابات هغسې تر سره کړي لکه څنګه چې يې افغانان او نړيواله ټولنه غواړي.

نوموړي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، ځکه چې د دارلانشا پُست ډېر مهم دی، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د ۷۶ کسانو د فهرست له بررسۍ وروسته يې پر شرايطو برابر درې نومونه جمهوري رياست ته معرفي کړي دي.

نجیب الله احمدزی
نجیب الله احمدزی

نوموړي زیاته کړه:

"درې کسه، واجد شرايط خلک، د ټولټاکنو د قانون د دوويشتمې مادې په اساس موږ رئيس صيب جمهور ته لېږلي دي او اوس د رئيس صيب جمهور خوښه ده چې په دې درو کسانو کې یو موږ ته بېرته د دارلانشا د دفتر د رئیس په توګه راولېږي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د رئیس په وينا، دوی د دغو درېیو نوماندو کسانو د نومونو فهرست دوې اوونۍ مخکې جمهوري رياست ته لېږلی دی.

د دې تر څنګ د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا د رياست لپاره له کانديدانو څخه د یوه پر ټاکلو کار روان دی.

شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وويل، دغه مقام یوه حساسه څوکۍ ده نو دقيقې بررسۍ ته اړتيا ده.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

نوموړي زیاته کړه:

"ځکه چې د دارلانشا پُست مهم پُست دی، هر اړخيزه ارزيابي کېږي او یو کس به چې د دې پُست وړتيا ورلري، انتخاب شي او رسنیو ته به خبر ورکړل شي."

افغان حکومت شا او خوا دوې مياشتې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون او د شکاياتو کمېسيون نوي مشران او غړي وټاکل او دغه کمېسيونونو ته دنده ورکړل شوه چې په درېیو مياشتو کې د ولسي جرګې او د ولسواليو شوراګانو انتخاباتو د ترسره کولو په اړه يوه طرحه جوړه کړي.

خو پوښتنه دا ده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به څه وخت وشي؟

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رئیس نجیب الله احمدزی د دې پوښتنې په ځواب کې وايي چې دوی باید تر انتخاباتو مخکې لومړني کارونه وکړي.

ده زیاته کړه:

"موږ هڅې کوو چې انتخابات پر خپل وخت سر ته ورسېږي، افغانان او نړیوال هم دا غواړي چې انتخابات پر خپل وخت وشي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون رئيس له ازادي راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې تر انتخاباتو مخکې د انتخاباتي حوزو د بررسي د اړه هر اړخيزې طرح جوړول، پر شرایطو برابرو رايې ورکوونکو د فهرست جوړول او د انتخاباتو د نويو کارتونو وېشل او د الکترونيکي تذکرو وېش مهم دی.

خو د افغانستان د انتخاباتو د څار ادارې وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون دوه مياشتنی کار او تر انتخاباتو مخکې د مقدماتي کارونو شتون څرګندوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون نشي کولای تر اتلسو مياشتو پوري د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخابات تر سره کړي.

د افغانستان د انتخاباتو د څار ادارې رئيس جانداد سپين غر وايي، د انتخاباتو د ترسره کېدو د وخت ټاکنه په دې پوري اړه لري چې موږ د انتخاباتو پر لور له اصلاحاتو سره روان یو که پرته له اصلاحاتو

جان داد سپین غر
جان داد سپین غر

نوموړي زیاته کړه:

"د رايې ورکوونکو د لېست جوړول لږ تر لږه یو کال وخت ته اړتیا لري او انتخاباتو ته تياری لږ تر لږه شپږ مياشتې نورې وخت غواړي د دې تر څنګ که موږ د کمېسیون په تشکيلاتو کې اصلاحات راولو، دا هر څه که له اوسه هم پيل شي، لږ تر لږه اتلسو مياشتو ته موږ اړتيا لرو چې د انتخاباتو ته چمتو شو."

د انتخاباتو د څار ادارې رئیس همداراز زیاته کړه چې پرته له اصلاحاتو د انتخاباتو پر لور تګ به ممکن شپږ مياشتې ونیسي.

جانداد سپین غر ازادي راډيو ته وويل چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له کاره راضي نه دی او وې ويل چې دغه کمېسيون د خپلواک کار توان نه لري.

XS
SM
MD
LG