د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

رادمنش: هېڅ هېواد نشي کولای افغان خاوره کې پوځي فعالیت وکړي


د افغانستان دفاع وزارت وایي، هېڅ ګاونډي هېواد ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې دننه پوځي فعالیت ترسره کړي.

افغان چارواکي وايي پوځي ځواکونه یې دومره وړتیا لري چې په یوازې سر د خپلې جغرافيې ساتنه وکړي، نو ځکه هېڅ ګاونډي هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې دننه پوځي فعالیت ولري.

د افغانستان دفاع وزارت چارواکو وروسته له هغه دا خبره وکړه چې د افغانستان په خاوره کې دننه د چین د پوځي وسایطو د ګزمې په اړه راپورونه خپاره شول.

د منځنۍ اسیا- قفقاز په نوم یوه تحقیقاتي مرکز څو ورځې مخکې پر خپله ویب‎پاڼه په یوه راپور کې خبر ورکړ چې چینايي او افغان سرتېري د افغانستان په خاوره کې ګډې ګزمې کوي.

دغه راز ځینو هندي رسنیو هم ورته راپور خپور کړی وو، خو چین او افغانستان دواړو دا خبره رد کړه.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

محمد رادمنش.
محمد رادمنش.

"موږ د منطقې هېوادونو ته اجازه نه ورکوو چې په افغانستان کې د عملیاتو په نامه تحرکات رامنځته کړي، یوازي او یوازي ملي اردو، ملي پولیس او د ملي امنیت ځواکونه اجازه لري چې د هېواد د ساتلو او د سولې رامنځته کولو لپاره تر هرځایه چې تهدیدات وي، خپل عملیات وغځوي او د تروریستانو په مقابل کې مبارزه وکړي."

تر دې وړاندې د چین د دفاع وزارت ویاند رین ګوکیانګ«Ren Guoqiang»هم په خپله میاشتنۍ خبري غونډه کې په افغانستان کې دننه د چین د پوځي وسایطو د ګزمې خبره رد کړې وه خو، هغه ویلي وو چې د چین د عامه امنیت اداره له افغانستان سره پر ګډه پوله د ترورېزم پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې له افغانستان سره همکاري کوي.

ښاغلي رین ویلي چې دا پوځي عملیات د افغانستان او چین د قانون د تنفیذ ځواکونو له خوا په ګډ سرحد کې د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا په مقصد او د دواړو هېوادونو د دوه اړخېزې همکارۍ د موافقې په چوکاټ کې ترسره کېږي.

بل خوا د افغانستان دفاع وزارت دا هم نه مني چې له کوم ځانګړي هېواد سره دي پر پوله ګډ عملیات ولري.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایي، د سیمي ټول هغه هېوادونه چې له ترورېزم څخه زیانمن شوي او یا خطر احساسوي، په خپلو هېوادونو کې د دې پدیدې په وړاندي فعالیت کوي، خو د ګډو پوځي عملیاتو خبره ردوي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د ترورېزم په مقابل کې خپل ظرفیت کاروو او د ټولو ګاونډیو هېوادونو غواړو چې د ترویستانو په وړاندي له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي، څو په سیمه کې د ترورېزم ټغر ټول شي، تر اوسه د افغانستان او نورو هېوادونو چې په سیمه کې دي داسې کوم عملیات نه دي شوي."

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د فبرورۍ پر دوه ویشتمه نېټه د هند او چین چارواکو له افغان حکومت څخه د ملاتړ او د دغه هېواد د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې پر همکارۍ موافقه وکړه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر اس جی شنکر له چینایي چارواکو سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته ویلي چې چینایي لوری په دې باور دی چې په افغانستان کې یو شمېر طالبان سخت دریځي دي، خو یو شمېر یې د دوی په وینا کولی شي له نړیوالې ټولني او افغان حکومت سره کار وکړي.

اس جی شنکر.
اس جی شنکر.

د جی شنکر په خبره هند او چین پر دې بحث کړی چې څنګه کولی شي په افغانستان کې له پرمختګ او د سولې بهیر په پیاوړي کېدو کې همکاري وکړي.

چین اندېښنه لري چې د افغانستان د ناامنیو لمن د هغه هېواد د سینکیانګ ایالت ته ونه غځېږي او هلته د افراطي ډلو د نفوذ باعث نشي.

سینکیانګ د چین هغه ناامنه ایالت دی چې د افغانستان له بدخشان ولایت سره ګډه پوله لري او اویغور مسلمانان پکې اوسېږي.

په وروستیو کلونو کې د اویغور وسله والو ډلو د فعالیتونو له کبله سلګونه کسان ووژل شوه.

XS
SM
MD
LG