د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

لاهور کې چاودنې ٨ تنه وژلي او ۲۰ نور يې ټپيان کړي


د پنجشنبې په غرمه د پاکستان د لاهور ښار په يوه ګڼ‎مېشتې سيمه «ډيفينس» کې زوروره چاودنه وشوه چې ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

پوليسو لومړى رسنيو ته وويل چې دا د يوې ګاز ډبې چاودنه وه او په يوه ودانۍ کې د کار پر مهال وشوه.

د پنجاب د اطلاعاتو وزير رانا ثناءالله رسنيو ته وويل، چاودنه په يوه داسې ودانۍ کې شوې چې لا هم تر کار لاندې وه، نو داسې نه شي ويل کېداى چې دا به يوه بمي چاودنه وه او که د ګازو ډبې چاودنه.

د لاهور د پوليسو يو مشر طاهر محمود هم دا نه مني چې ګنې دا دي بمي چاودنه او د ترهګرۍ کومه پېښه وي، خو وايي په دې چاودنه کې ودانۍ ته زيات زيان رسېدلى او ور څېرمه ولاړ موټر يې هم ويجاړ کړي دي.

نوموړی وايي:

"تر اوسه دا څرګنده نه‎ده چې دا جنراتور چاودلى، د ګازو ډبه ده او که د ترهګرۍ د پېښې چاودنه ده، خو دا ويلاى شو چې دا ودانۍ تر کار لاندې وه، نه څوک په‎کې اوسېدل او نه په‎کې کوم دفتر وو."

د لاهور د ترهګرۍ ضد ادارې تر لومړنيو پلټنو وروسته ومنله چې دا بمي چاودنه وه او وايي چې چاودېدونکي مواد د دې ودانۍ په لاندينۍ برخه کې ښخ کړل شوي او د ريموټ کنټرول په وسيله چاودل شوي دي.

د وروستيو معلوماتو په اساس په دې چاودنه کې اته تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰ تنه په‎کې ټپيان شوي چې د لاهور ښار سرکاري روغتونونو ته وړل شوي دي، په ټپيانو کې هم د څو تنو حالت مرګونى بلل کېږي.

که دا چاودنه د ترهګرۍ کومه پېښه وي، نو مسؤليت يې لا تر اوسه کومې وسله‎والې ډلې نه دى منلى، خو ۱۰ ورځې وړاندې په دې ښار کې د شوې ځانوژونکې حملې مسؤليت جماعت الاحرار ډلې منلى و.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې پاکستاني پوځ د چارشنبې په ورځ په دې هېواد کې د ترهګرۍ د ځپلو په نمت د «ردالفساد» په نامه د عملياتو اعلان کړى دى.

د يادونې وړ ده چې دا په ۱۰ ورځو کې په لاهور کې دويمه چاودنه ده.

تر دې وړاندې د فبرورۍ په ديارلسمه هم په دې ښار کې د پنجاب اسمبلۍ مخې ته د درمل جوړوونکو شرکتوتو د سلګونو احتجاج کوونکو په منځ کې ځان‎وژونکى بريد شوى و چې په نتيجه کې يې د دوو لوړپوړو پوليسو په شمول ۱۳ تنه وژل شوي وو.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG