د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

د هلمند استازي: د عبدالله سفر تشریفاتي و او پر امنیت‌یې اغېز نه‌دی کړی


د هلمند د ولسي جرګې او ولایتي شورا يو شمېر استازي د دغه ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي او وايي چې باید پاملرنه ورته زیاته شي.

یاد استازي پر حکومت نیوکه کوي او وايي چې د دغه ولایت د امنیت د ښه‌والي لپاره چې کومې ژمنې شوي هېڅ عمل پرې نه‌دی شوی.

دوی وایي، د هلمند وضعیت تر پخوا ډېر خراب شوی او لاهم مخ په خرابېدو دی.

په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د خلکو استازي عبدالحی اخندزاده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې هلمند ته د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له سفر وروسته هېڅ اقدامات نه‌دي شوي او نه‌هم د دغه ولایت په امنیتي وضعیت کې کوم مثبت بدلون راغلی دی.

اخندزاده: د هلمند امنیتي وضعیت لا خراب شوی.
اخندزاده: د هلمند امنیتي وضعیت لا خراب شوی.

نوموړي زیاته کړه:

"هلمند ولایت ته د اجرائیه رئیس سفر يو تشریفاتي سفر و، هغه لاړو لښکرګاه ته هلته‌يې يو ساعت يو نیم ساعت تېر کړ، خلکو او دنیاوالو ته‌يې وښوده چې دا دی زه راغلم هلمند ته او وضع مې وکتله، خو د هلمند پر امنیتي وضعیت باندې یې هېڅ اغېز نه‌دی کړی او نه هم کوم اقدامات له سفر وروسته شوي."

ښاغلی اخندزاده وايي، طالبانو په هلمند ولایت کې د جنګ لپاره ځانونه ښه اماده کړي او که په وړاندې یې اساسي اقدامات ونه‌شي نو د هلمند وضعیت به ډېر خراب شي.

دا په داسې حال کې ده چې نېږدې يوه میاشت وړاندې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د يوه پلاوي په مشرۍ د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره دغه ولایت ته سفر وکړ.

عبدالله عبدالله هلمند ولایت کې.
عبدالله عبدالله هلمند ولایت کې.

​ده د هلمند ولایت خلکو او سیمه‌ییزو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د دې ولایت امنیت‌ به څېړي او ډېر ژر به په‎‎ دې اړه د پرېکړو پایلې ولیدل شي.

په ورته وخت کې د هلمند ولایت د ولایتي شورا يو شمېر استازي هم د دغه ولایت د امنیت د خرابوالي څخه شکایت کوي او وايي چې خلک په دغه ولایت کې د نا امنیو له وجې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د یادو استازو د معلوماتو له مخې د دغه ولایت موسی کلا او نوزاد ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو به لاس کې دي، همدارنګه د دېشو، خانشین، ګرم سیر، ناوې، مارجې او نادعلي ولسوالیو په يو شمېر سیمو کې طالبان فعالیت لري او په سنګین او ګرشک کې جنګ روان دی.​

د هلمند د ولایتي شورا غړي عطاالله افغان د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو لاتر اوسه له طالبانو څخه د ځینو مهمو سیمو د پاکولو لپاره کوم اقدام نه‌دی کړی خو د عملیاتو د ترسره کولو لپاره‌یې ژمنې کړې دي.

نوموړي زیاته کړ:

"خلک ډېر ستړي او په عذاب دي، امنیتي ځواکونو د شپې عملیات کړي په ځېنو ځایونو کې یې چاپې وهلي، د مخامخ جګړې لپاره چې سیمه د مخالفینو څخه پاکه شي داسې عملیات تر اوسه پورې نه‌دي شوي، وعدې یې د خلکو سره کړي او دوی وايي چې امادګي ورته نیسو او اماده يو چې عملیات وکړو."

په ورته وخت کې د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې په هلمند ولایت کې د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره يو لړ اقدامات شوي خو د هلمند ولایت د امنیتي حالت کابو کول اسانه نه‌دی او هلته لا نورو ډېرو اقداماتو ته اړتیا ده.

جاوید فیصل.
جاوید فیصل.

خو دا چې هلمند ته د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له سفر وروسته د دې ولایت د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره څه شوي؟ د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"تر هغه سفر وروسته د هلمند په سنګین کې د افغان امنیتي ځواکونو بریالي چاڼیز علمیات، همدارنګه د هلمند په لښکرګاه ښار کې د دوهمې امنیتي حوزې په سیمه کې د ملي اردو د نویو تأسیساتو جوړېدل او نویو ځواکونو ځای پر ځای کېدل، د ښار په شااوخوا کې د امنیتي ساحې پراخېدل هغه اقدامات دي چې په امنیتي برخه کې شوې دي."

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی عبدالحی اخندزاده وايي، د هلمند جنګ تر ډېره سیاسي او د مخدره موادو جنګ دی او په دې برخه کې د حکومت صادقانه اقداماتو ته اړتیا ده.

ښاغلی اخندزاده وايي، حکومت باید هلمند ته پام زیات کړي او پرې نه‌ږدي دا ولایت چې د ده په خبره د وسله‌والو مخالفینو تر ډېر فشار لاندې دی له لا جدي ستونزو سره مخامخ شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG