د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

دفاع وزارت وايي د هلمند ولایت امنیت دومره د اندېښنې وړ نه‌دی


په داسې حال کې چې هلمند ولایت ته د اجرائیه رئیس د سفر پر مهال د هلمند ولایت يو شمېر استازو او قومي مشرانو د دغه ولایت د امنیت په اړه اندېښنه ښودلې خو دفاع وزارت وايي چې د هلمند ولایت امنیت دومره د اندېښنې وړ نه‌دی.

دغه وزارت وايي چې امنیتي ځواکونه هلمند کې حاکم دي او کوم جدي خطر هلته نه‌شته.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په هلمند ولایت کې امنیتي وضعیت ډېر خراب نه‎دی.

ده څرګنده کړه چې يوازې سنګین ولسوالۍ کې وسله‎والو مخالفینو ستونزې جوړې کړي چې د هغه ځای کنټرول هم اوس د ده په خبره د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"هلمند ولایت کې حالات دومره خراب نه‎دي، يوازې سنګین ولسوالۍ کې د دښمن له‎خوا يوه توطئه شوې وه چې هلته سمڅې کېندلې وې او هغو ته‌يې چاودنه ورکړې وه چې هلته زموږ ځواکونه پلي شول او سنګین کې اوس زموږ قطعات حاکم دي."

ښاغلي وزیري وویل چې د هلمند ولایت امنیت دوی ته ډېر مهم دی او دوی هڅه کوي د هرې ممکنې لارې هلته وسله‎وال مخالفین وځپي.

دا په داسې حال کې ده چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ د هلمند د امنیتي او سیاسي وضعیت د څېړنې لپاره دغه ولایت ته تللی و.

هلمند ته د ښاغلي عبدالله د سفر پر مهال د دې ولایت د ولایتي شورا يو شمېر استازو او قومي مشرانو د هلمند ولایت د خراب امنیت څخه شکایت وکړ او ویې‌ویل چې د هلمند زیاتې ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له لاسه وتلي او ان مرکز تر ګواښ لاندې دی.

ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازی هاشم الکوزی
ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازی هاشم الکوزی

همدارنګه ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازي هاشم الکوزي ویلي چې هلمند کې د ملي اردو درې لواوې پرتې دي چې هره لوا دوه-درې زره تشکیل لري، خو په دغو لواګانو کې ۵۰۰ سوه سرتېري هم نه‎دي موجود او تشکیلات‌يې خیالي دي.

خو دفاع وزارت تر دې وړاندې هلمند ولایت کې د خیالي سرتېرو موضوع رد کړې ده.

ښاغلي عبدالله د هلمند ولایت خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دې ولایت امنیت‌ به څېړي او نېږدې ورځو کې به په‎ دې اړه د پرېکړو پایلې ولیدل شي.

په ورته وخت کې يو شمېر پوځي کارپوهان د حکومت د مشرانو له‎خوا دا شان سفرونه ګټور ګڼي خو وايي چې حکومت باید په هېواد او ځانګړي توګه هلمند ولایت کې د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې د اصلاح تر څنګ افغان امنیتي ځواکونه هم ښه تجهیز کړي.

د پوځي چارو کارپوه شیر محمد کریمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د حکومت د مشرانو سفرونه کافي نه‎دي بلکې د دوی د سفرونو تر څنګ د امنیتي ځواکونو اساسي ستونزو ته هم باید ډېره پاملرنه وکړي.

د پوځي چارو کارپوه شیر محمد کریمي
د پوځي چارو کارپوه شیر محمد کریمي

ښاغلي کریمي زیاته کړه:

"دغو سیمو ته يوازې د مشرانو ورتګ د يوې او يا هم د يوې نیمې ورځې لپاره بسنه نه‎کوي، بلکې دا دقیقې ارزونې ته اړتیا لري چې پخوا هم شوي، په رهبرۍ کې دې اصلاحات راشي، همدارنګه د ځواکونو د تجهیز او د پرسونل د کمښت مسئله هم ډېره مهمه ده."

د یادونې ده چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هلمند ته د خپل سفر پر مهال په دغه ولایت کې د امنیتي ارګانونو په لا همغږۍ ټينګار کړی او له امنیتي ځواکونو يې غوښتي چې د پسرلي له رارسېدو وړاندې لښکرګاه او د هلمند په ولسوالیو کې وسله‌وال مخالفین وځپي.

ښاغلي کریمي وویل چې د هلمند ولایت امنیت د ټولو جنوبي ولایتونو لپاره مهم دی او حکومت باید په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG