د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

اجرائیه رئیس: د هلمندیانو ستونزو ته اساسي او د قناعت وړځواب نه‌لرو


د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د هلمندیانو د ستونزو او شکایتونو لپاره د قناعت وړ ځواب نه‎لري.

خو ډاډ يې ورکړ چې امنیت‌یې څېړلی او نېږدې ورځو کې به په‎ دې اړه د پرېکړو پایلې ولیدل شي.

ښاغلي عبدالله لښکرګاه کې د هلمند د یو شمېر قومي مشرانو، په ملي شورا کې د هلمندیانو د یو شمېر استازو او دولتي چارواکو په غونډه کې وویل:

"که رښتیا ووایو، د هلمند خلکو ته، ستاسو د شکایتونو او مشکلاتو په اړه داسې اساسي او سم ځواب نه‎لرو چې خپله هم قناعت ورباندې ولرو او له ځانه هم راضي شو. تاسو ته خدای توفیق درکړی او زغم ستاسو په نصیب شوی ځکه د داسې حالت زغمل د انسان له توان او حوصلې اوچت دی. یوه اساسي مسئله چې بحث ورباندې وشو، په عمومي ډول امنیت و، خو په ځانګړي ډول د مرکز امنیت و چې ان‌شاءالله په ‎دې اړه د تصامیمو پایلې به په‎ دې نېږدې ورځو کې وګورئ."

ښاغلي عبدالله په ‎دې اړه چې د هلمند د امنیت ښه کولو لپاره کومې پرېکړې کېږي، نور جزئیات نه‎دي ورکړي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس پرون سې شنبه د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ د هلمند د امنیتي او سیاسي وضعیت د څېړنې لپاره هغه ولایت ته ورغی.

د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده پرون په‎ دې غونډه کې د حکومت اجرائیه رئیس ته وویل چې د هلمند زیاتې ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له لاسه وتلي او ان مرکز تر ګواښ لاندې دی.

د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده
د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده

مجید اخندزاده وايي:

"هلمند د افغانستان د مساحت لسمه برخه جوړوي او د نفوس له اړخه همداراز خو متأسفانه ټولې ولسوالۍ زموږ له لاسه وتلي او ان د ښاروالۍ پر دفتر لا کامل حاکمیت نه‎لرو."

په ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازي هاشم الکوزي کمزوری امنیت په هلمند کې تر ټولو لویه ستونزه وبلله او غوښتنه‌یې وکړه چې هغه چارواکي باید محاکمه شي چې د هلمند د امنیت په ټینګولو کې یې غفلت کړی دی.

په ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازی هاشم الکوزی
په ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازی هاشم الکوزی

هاشم الکوزی وايي:

"نن ښار له څلورو خواوو محاصره دی او له څلورو خواوو موږ یوازې د کندهار لاره لرو چې خلاصه ده او بله هېڅ لار نه‎لرو. زموږ د مارجې، ناوې، نادعلي، موسی‌قلعه او سنګین ولسوالۍ ټولې محاصره دي، سخت حالت کې دي او هېڅ‎څوک تګ راتګ نه‎شي کولای. موږ دلته درې لواوې لرو. هره لوا کې دوه زره–درې زره تشکیل لري خو دلته ۵۰۰ نفر هم نه‎دي ناست. دلته خیالي تشکېلات جوړ شوي او خیالي معاشونه ورکول کېږي."

وسله‎والو طالبانو د دوشنبې په سهار د هلمند پر سنګین ولسوالۍ پراخه حمله وکړه او د پولیسو یو شمېر پوستې یې هم ونیولې.

چارواکو وروسته وویل چې امنیتي ځواکونو د وسله‎والو طالبانو حمله په شا تمبولې او سیمې ته نوی ځواک هم رسېدلې دی.

خو سیمه‌ییز خلک وايي چې د سنګین بازار تړلی او خلکو ته د تګ راتګ لارې هم بندې دي.

خلک د هلمند په نورو ولسوالیو نادعلي، ناوه، مارجه او ان د لښکرګاه ښار په شاوخوا کې هم د وضعیت د خرابوالي خبره کوي.

د ازادي راډیو خبریال وايي چې د هلمند له سنګین ولسوالۍ لا هم د جګړې رپوټونه خپرېږي.

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته ویلي چې سنګین ته د تازه ځواکونو له رسېدو سره د جګړې شدت کم شوی او امنیتي ځواکونو یو شمېر پوستې بېرته نیولې دي.

عمر ځواک رسنیو ته ویلي چې سنګین ته د تازه ځواکونو له رسېدو سره د جګړې شدت کم شوی
عمر ځواک رسنیو ته ویلي چې سنګین ته د تازه ځواکونو له رسېدو سره د جګړې شدت کم شوی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په هلمند کې د امنیتي ځواکونو ستاینه کړې خو پر دولتي چارواکو یې غږ کړی چې په خپلو کې هماهنګي زیاته کړي.

XS
SM
MD
LG