د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

د هلمند د سنګین سقوط به څه عواقب ولري؟


د هلمند سیمه‌ییزو چارواکو په وینا که څه هم په سنګین ولسوالۍ کې وروستی برید په شا تمبول شوی دی، خو د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي او د ولایتي شورا وکیلان وايي، که سنګین ولسوالۍ سقوط وکړي جګړې به لښکرګاه او ګرشک ولسوالیو ته نورې هم پراخې شي.

په سنګین ولسوالۍ کې وروسته له څه مودې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی دی او چارواکي وايي، د وسله‌والو د فشارونو د کموالو په خاطر يې تازه دمي سرتېري سیمې ته استولي دي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د سنګین ولسوالۍ د دې وروستیو ناامنیو تر څنګ د سنګین ولسوالۍ پر اهمیت راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:23 0:00

XS
SM
MD
LG