د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

سرچینه: دوستم د تورونو تر څېړلو مخکې کاري دفتر ته د تلو حق نه‌لري


یوه معتبره دولتي سرچینه وایي چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم تر هغې پورې خپل کاري دفتر ته د تلو حق نه‌لري چې د احمد خان ایشچي له‌خوا پر ده لګېدلي تورونه، نه‌وي څېړل شوي.

دې دولتي سرچینې څرګنده کړه چې د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا نن د جنرال دوستم د کور د محاصره کولو هدف هم همدا وو چې ښاغلی دوستم ولې دوه ورځې وړاندې خپل دفتر ته تللی دی.

دې سرچینې چې ویې نه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه به د کابل ګارنېزیون نن یوه اعلامیه هم خپره کړي.

د همدې سرچېنې په خبره امنیتي ځواکونه په دې هڅه کې دي چې د جنرال دوستم نهه تنه ساتونکي چې د لویې څارنوالۍ له‌خوا یې امنیتي ځواکونو ته د حاضرولو حکم شوی د تحقیقاتو لپاره څارنوالۍ ته حاضر کړي.

خو ځیني داسې نا تائید شوي راپورونه هم شته چې ګوندې د جمهور رئیس لومړی مرستیال د خپلو ساتونکو د نیولو پر وړاندې مقاومت کوي.

د کابل ښار په شیرپور سیمه کې نن سهار ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه د ښاغلي دوستم د کور شااوخوا ځای پر ځای شوي وو او د ده کور ته ټولې غځېدلې لارې یې تړلې وې.

​په عین حال کې د کابل ښار پر مرکزي برخې په تېره د ښاغلی دوستم د کور پر سر نن مازيګر هلیکوپټرې هم ګرځېدې.

د کابل ګارنېزیون قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي نن ازادي راډیوته وویل چې هلته امنیتي پروګرام دی خو دا یې ونه‌ویل چې دا څه ډول امنیتي پروګرام دی.

ده زیاته کړه:

"موږ په دوامداره توګه د خپل مسؤلیت له مخې هڅه کوو چې يو شمېر سیمې چې په اړه‌يې راپورونه موجود دي په نوبت سره هغه سیمې تر تفتیش او ارزونې لاندې ونیسو، په همدې اساس د شیرپور دغه سیمه تر تصفیې او تلاشۍ لاندې ده."

خو د جوزجان پخواني والي احمد خان اېشچي ازادي راډیو ته ویلی چې جنرال دوستم د هغو تورونو له څېړلو مخکې خپل دفتر ته تللی چې د ده له‌خوا پر لګېدلي دي او دا د ده په خبره غیر قانوني کار دی.

تر دې وړاندې ځینو حکومتي منابعو ویلي چې جنرال دوستم څه موده مخکې د خپل کور شااوخوا ته ډېر شمېر وسله‌وال ځای پر ځای کړي او امنیتي مسؤلین له دې امله اندېښمن دي.

د جنرال دوستم د دفتر رئیس بابر فرهمند د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا د عبدالرشید دوستم د کور د محاصره کولو خبره نه‌رد او نه‌هم تائید کړه او ویې‌ویل چې په دې اړه باید امنیتي مسؤلین خبرې وکړي.

د ولسمشر غني لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د جوزجان د پخواني والي احمد اېشچي له‌خوا څه موده وړاندې تورن شو چې دی یې وهلی ډبولی او همداراز دی یې په جنسي لحاظ ځورولی دی.

احمد اېشچِي.
احمد اېشچِي.

جنرال دوستم د دې تورونو د څېړلو لپاره د لویې څارنوالۍ د څو پرله‌پسې جلبونو سره سره څارنوالۍ ته حاضر نه‌شو.

د کابل ښار د مرکزي سیمو ځیني اوسېدونکي د دوستم د کور شااوخوا ته د امنیتي ځواکونو ځای پر ځای کېدو سخت اندېښمن کړي او وېره لري چې کومه امنیتي پېښه په ښار کې ونه‌شي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG