د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

افغانستان پاکستان ته د ۸۵ ترهګرو او ۳۲ ترهګریزو مرکزونو لېست سپارلی


افغانستان د یو لیک په وسیله له اسلام‌اباده غوښتي چې د ترهګرو د هغه ۳۲ روزنیزو مرکزونو پر ضد اقدام وکړي چې په دغه هېواد کې شتون لري.

افغان حکومت د ترهګرو د ۳۵ روزنیزو مرکزونو ادرسونه او د طالب مشرانو، حقاني شبکې او نورو ترورېستي ډلو د ۸۵ غړو نومونه پاکستان ته استولي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې پاکستان باید د ترهګرو د دغه روزنیزو مرکزونو د تړلو او د طالبانو د هغه ۸۵ مشرانو د نیولو په اړه اقدام وکړي چې افغان دولت په یو لیک کې پاکستان ته استولي دي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل دغه مرکزونه د پاکستان په خاوره کې د افغانستان پر ضد فعالیت کوي او همدارنګه هغه کسان چې نومونه‌يې په لیک کې راغلي په افغانستان کې په ترورېستي فعالیتونو کې لاس لري.

شکیب مستغني.
شکیب مستغني.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په دغه استول شوي لیک کې د ترورېستانو د روزنې د ۳۲ مرکزونو چې په پاکستان کې د افغانستان پر ضد فعالیت کوي، و. نن په اسلام‌اباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی سفیر له لوري د پاکستان لوړپوړو چارواکو ته وسپارل شو او له هغوی د دغو مرکزونو پر ضد د اقدام غوښتونکی شو."

په کابل کې د پاکستان سفارت مسؤلینو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو د بهرنیو چارور وزارت ویاند همدارنګه وویل چې د لیک په غبرګون کې د پاکستان لومړنی ځواب مثبت و.

افغانستان بار بار پاکستان تورن کړی چې ګوندې د هغو ترهګرو ډلو په تجهیز او تمویل کې لاس لري چې د افغانستان پر ضد فعالیتونه کوي.

خو پاکستان هر وخت دا تورونه رد کړي او په دغه هېواد کې يې د ترهګرو پر ضد «ضرب عضب» په څېر د عملیاتو خبر ورکړی.

همدارنګه‌يې د هغو انتحاري حملو په اړه چې څو ورځې وړاندې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې رامنځته شوي تور پورې کړ چې دغه بریدونه د افغانستان په خاوره کې پلان شوي و خو افغان دولت دا ادعا رد کړې ده.

​خو د افغانستان پخواني پوځي مسؤلین اسلام‌اباد ته د کابل د دغه استول شوي لیک او په‌کې د ترهګرو د روزنیزو مرکزونو او د ترهګرو د مشرانو د نومونو او ادرسونو په اړه د پاکستان د اقدام په اړه خوشبین نه‌دي.

د افغانستان دفاع وزارت پخواني لوی درستیز شیر محمد کریمي وویل چې د ترهګرو دا روزنیز مرکزونه د «ای. اېس. ای» له‌خوا جوړ شوي او پاکستان به‌يې د ځپلو په اړه اقدام ونه‌کړي.

شیر محمد کریمي.
شیر محمد کریمي.

نوموړي زیاته کړه:

"تر کومه ځایه چې ما له پاکستانیانو سره په درې اړخیزه ډله کې کار کړی، کوم صداقت مې په‌کې ونه‌لیده دا خو دوه دېرش مرکزونه دي که پنځه سوه مرکزونه هم وي موږ ټول پوهېږو چې دا مرکزونه چېرته دي، خو هغوی يې په وړاندې نه غبرګون ښيي او نه‌يې د شتون خبره مني او نه‌يې هم لټوي، دا هغه مرکزونه دي چې «ای. اېس. ای» د ترهګرو لپاره جوړ کړي دي."

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه وايي چې که په افغانستان کې جنګ جګړې دوام پیدا کړي، حکومت به د ترهګرو او د دوی د ملاتړو کوونکو هېوادنو په وړاندې ملګرو ملتونو ته عارض شي ترڅو په دوی بندیزونه ولګوي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG