د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

سپینه ماڼۍ: د ملي امنیت سلاکار د استعفا لامل د اعتماد کمېدل و


سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار د استعفا سبب کومه قانوني مسئله نه بلکې د اعتماد کمېدل وو او ولسمشر ډونالد ټرمپ له مایکل فلین څخه وغوښتل چې استعفا ورکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر پرون خبریالانو ته وویل، دا اقدام د کومې "قانونې مسئلې" له کبله نه‌و.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر

نوموړی وايي:

"د جنرال فلین پر اړوند مسئله مو له څو اوونیو راهیسې هره ورځ غور کاوه څو حقیقت پیدا کړو. دا د قانوني دلایلو له کبله نه‌و بلکې له دې امله چې د فلین او ولسمشر تر منځ د بارو سطحه راټیټه شوې وه، دې نتیجې ته ورسېدو چې ولسمشر د داسې یو بدلون راوستو احساس وکړ."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین یوه ورځ مخکې له دې امله چې د ډسمبر په میاشت کې یې د روسیې له سفیر سره د خپلو خبرو اترو په اړه لوړپوړو امریکايي چارواکو ته پوره معلومات نه‌و ورکړي استعفا وکړه.

سپینې ماڼۍ متقاعد جنرال کیت کېلوګ د فلین ځای ناستی نومولی

سپینې ماڼۍ: د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین استعفا کړې

د روسیې له سفیر سره د فلین د خبرو پر مهال بارک اوباما د امریکا ولسمشر و او مایکل فلین لا د ملي امنیت سلاکار نه‌و.

دا هغه وخت و چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د استخباراتي راپورونو وروسته پر روسیه د نویو بندیزونو یوه مجموعه چمتو کوله.

مایکل فلین د ډونالد ټرمپ مرستیال مایک پنس ته ویلي و، د دې بندیزونو په اړه‌یې د روسیې له سفیر سره خبرې نه‎دې کړي.

خو د فلین په استعفا لیک کې راغلي چې د دې خبرو اترو په اړه‌یې د ولسمشر مرستیال او نورو ته پوره معلومات نه‌و ورکړي چې له کبله‌یې بخښنه غوښتې.

تر اوسه روښانه نه‎ده چې د مایکل فلین پر ځای به څوک د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وټاکل شي.

خو د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې څوکۍ لپاره پر څو پیاوړو کاندیدانو غور کوي.

دی زیاتوي:

"ولسمشر دا مهال د څو ډېرو پیاوړو کاندیدانو په اړه غور کوي. داسې یو څوک به وټاکي چې په دایمي توګه د ملي امنیت د سلاکار څوکۍ ډکه کړي."

د امریکا ولسمشر د ملي امنیت سلاکار استعفا عکس‌العملونه هم درلودل.

جمهوري غوښتونکي سناتور جان مک‎کېن په یوې اعلامیه کې ویلي، د فلین استعفا د روسیې په وړاندې د ټرمپ د ادارې پر نیت شکونه پیدا کړي دي.

مک‎کېن: د فلین استعفا د روسیې په وړاندې د ټرمپ ادارې پر نیت شکونه پیدا کړي.
مک‎کېن: د فلین استعفا د روسیې په وړاندې د ټرمپ ادارې پر نیت شکونه پیدا کړي.

یو بل جمهوري غوښتونکي سناتور روی بلانټ چې د سنا د استخباراتو کمېټې غړی دی په یوې راډیويي مرکه کې ویلي، د دې کمېټې استازي باید ډېر ژر له مایکل فلین سره خبرې وکړي او له هغه د زیاتو پوښتنو ځوابونه وغواړي.

خو د امریکا د استازو مجلس رئیس پال رایان پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، په دې اړه له وخت مخکې قضاوت نه‎کوي.

XS
SM
MD
LG