د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

سپینې ماڼۍ متقاعد جنرال کیت کېلوګ د فلین ځای ناستی نومولی


متقاعد جنرال کیت کېلوګ
متقاعد جنرال کیت کېلوګ

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین «Michael Flynn» استعفا کړې ده.

فلین د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته استعفا کوي چې وايي نوموړي د ټرمپ ادارې چارواکو ته په امریکا کې د روسیې له سفیر سره د خپلو تماسونو په اړه ناسم معلومات ورکړي وو.

د فلین استعفا چې تېره شپه اعلان شوه، د ټرمپ ادارې لپاره چې د کار له پیله‌یې تر اوسه یوه میاشت لا نه‌ده تېره شوې له وخته مخکې او بې‌ساری ټکان دی.

فلین د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال ټرمپ ته ډېر نېږدې کس و.
فلین د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال ټرمپ ته ډېر نېږدې کس و.

فلین د انتخاباتي کمپاین پر مهال د ټرمپ له نېږدې پلویانو څخه و، خو له روسیې سره د نوموړي اړیکې ولسمشر ته د نېږدې چارواکو په حلقه کې اندېښنې رامنځته کړې وې.

فلین هغه وخت تېروتنه کړې چې ښایي هغه نه‌جبرانېدونکې وي چې په لومړي سر کې یې مرستیال ولسمشر مایک پنس ته ویلي و چې په ډسمبر میاشت کې هغه مهال چې پخواني ولسمشر بارک اوباما د امریکا په انتخاباتو کې د انټرنټ له لارې د روسیې د لاسوهنو له ادعاوو وروسته پر مسکو د بندیزونو د نوي پړاو لپاره تیاري نیوله، ده د روسیې له سفیر سیرګي کیسلیاک «Sergei Kislyak» سره په څو ځل ټیلیفوني خبرو کې د دې بندیزونو په اړه خبرې نه‌دي کړي.

امریکا کې د روسیې سفیر.
امریکا کې د روسیې سفیر.

دا وینا د دې باعث شوه چې پنس هم په یوه ټلوېزیوني مرکه کې په دې اړه ډاډ ورکړي، خو څو اوونۍ وروسته په خپله فلین په دې اړه د خپرو شویو راپورونو په ځواب کې اعتراف وکړ چې دا کار یې کړی.

د امریکا په قوانینو کې دا سرغړونه بلل کېږي ځکه د قانون له مخې امریکايي وګړي د افرادو په توګه اجازه نه‌لري د بهرنۍ پالېسۍ چارې پر مخ بوزي.

فلین په خپل استعفا لیک کې ویلي چې ده ښاغلي پنس او نورو ته‌یې د دغو ټیلیفوني خبرو په اړه نیمګړي معلومات ورکړي دي.

سپینې ماڼۍ متقاعد جنرال کیت کېلوګ «Keith Kellogg» د فلین پر ځای د ملي امنیت د سرپرست سلاکار په توګه نومولی دی.

سپینې ماڼۍ کیت کېلوګ د فلین پر ځای نومولی دی.
سپینې ماڼۍ کیت کېلوګ د فلین پر ځای نومولی دی.

نوموړی د هغو درېیو کسانو په ډله کې دی چې سپینه ماڼۍ یې دغې څوکۍ ته پر ټاکلو غور کوي.

دوه نور د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې «CIA» پخوانی مشر ډېوېډ پترویس او د سمندري ځواکونو متقاعد ادمیرال رابرټ هارورډ دي.

د ملي امنیت د سلاکار د استعفا سره داسې راپورونه ورکول شوي چې وايي، سپینه ماڼۍ ښایي د دغو ټیلیفوني تماسونو په اړه له هغه څه ډېر معلومات ولري چې تر اوسه چارواکو په عام محضر کې پرې اعتراف کړی دی.

اسوشیټېډ پرېس او روېټرز اژانسونو د دوشنبې ورځې په وروستیو کې راپورونه ورکړل چې د امریکا عدلیې وزارت سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی چې د فلین موقف د دغو ټیلیفوني تماسونو په اړه د هغو ضد و نقیضو معلوماتو په نتیجه کې په خطر کې دی چې خپاره شوي او هغه چې استخباراتي چارواکي ورباندې خبر دي.

په استازو جرګه کې یو شمېر ډموکراتانو د دې جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې له مشر غوښتنه کړې چې له روسیې سره د فلین د اړیکو په اړه یوه څېړنه پیل کړي.

د دې تر څنګ مخکې له دې چې یو چارواکی رسماً په کار پیل وکړي، د بهرنۍ پالېسۍ د چارو مخ ته وړل غیر قانوني دی، د روسیې له سفیر سره د فلین پرله‌پسې تماسونو یو ځل بیا د روسیې په وړاندې د ټرمپ د دوستانه دریځ په اړه پوښتنې راپورته کړي.

هغه هم په داسې وخت کې چې د امریکا د استخباراتو ادارې د خپلو څېړنو په نتیجه کې وویل چې د ولسمشر په توګه د ټرمپ له ټاکل کېدو سره د مرستې په هدف روسیې د ډموکراتانو د اېمېلونو د افشا کېدو ملاتړ کړی او هغه‌یې خپاره کړي دي.

XS
SM
MD
LG