په بلوچستان کې مېشت هندو او سيک لږکي وايي، له اوږدې مودې په دې ايالت کې ژوند کوي، خو په دې وروستيو کلونو کې يې ژوند خوندي نه دى چې له کبله يې اکثريت کورنۍ د پاکستان نورو ښارونو يا هم هند ته کډه شوې دي.
د بلوچستان د مرکز کوټې په شمول داسې سيمه نه شته چې هندو، عيسايي او سيک لږکي پکې ژوند نه کوي، خو په دې وروستيو کلونو کې چې له اقليتونو سره مذهبي تبعيض زيات شو او د کوټې په شمول په ځينو نورو سيمو کې هندو تجاران وتښتول شول او و وژل شول، نو اکثر لږکي خصوصاً هندوان له دغو سيمو کډې کولو ته اړ شول.
د کوټې په يوه لوى تجارتي مرکز کې کارکوونکى هندو ځوان راهول کمار وايي پخوا چې حالات ښه وو، دوى په ډېره ازادي هر ځاى تلل، له ځايي مسلمانانو سره يې ناسته ولاړه کوله، خو اوس له کور او کارځاى پرته په لوى زړه بل ځاى سفر نه شي کولاى.
راهول اوس خپل مذهبي مراسم هم د پخوا غوندې په ښه توګه نه شي تر سره کولاى:
"مخکې به مو په ښکاره خپل مذهبي جشنونه لمانځل، تر مندر دباندې به مو هم پټاخۍ الوځولې، خو اوس يې نه شو کولاى، پوليس مو د مندر پر دروازو ولاړ وي چې هسې نه څه پېښه وشي، دیوالي د پخوا غوندې په ازادي نه شو لمانځلاى، مخکې به د شپې تر يوې- يوې نيمې په مندر کې وو، اوس دوولس بجې لا کورونو ته لاړ شو، ځکه ديوالي اکثر د شپې لمانځل کېږي."
راهول کمار وايي له کوټې او د بلوچستان نورو سيمو په تېرو پينځو شپږو کلونو کې سلګونه کورنۍ هند او نورو هېوادونو ته کډه شوې دي او لا هم کډه کېږي.
هغه وايي يوازې هغه کورنۍ چې هند ته د کډه کېدو وس او پيسې نه لري دلته پاته دي، خو وايي هغوى هم چې وس پيدا کړي، دلته به پاته نه شي:
"له سيوۍ، هرنايي، ډېره مراد، ډېره الله يار او جېکب اباده اکثر خلک هند ته کډه شوي دي، حتى زموږ خپلوان هم کډه شول، له ٢٠٠۵میلادي کاله راهيسې چې د پيسو لپاره د هندو تجارانو د تښتونو لړۍ پيل شوې خلک يو په بل پسې کډه کېږي، اوس هم خلک د کډه کېدو په هڅه کې دي، خو د کډه کېدو لپاره ډېرو پيسو ته اړتيا ده چې هلته خو يو کال ګوزاره په وکړي او پښې ټينګې کړي."
د کوټې پر مسجد سړک پخوا د ډېرو سيکانو دوکانونو وو، خو اوس په دغو دوکانونو کې د سيکانو پر ځاى ځايي خلک ليدل کېږي.
د مسجد سړک ته مخامخ په يوه تنګه کوڅه کې يو سيک تجار ډاکټر روي سينګ وايي د ورځې په روغتون کې د ډاکټر په توګه دنده تر سره کوي، خو ماځيګر مهال خپل تجارت کوي.
ښاغلى روي سينګ وايي هندوان خو د عامو خلکو غوندې جامې اغوندي او پټکى نه تړي، ځکه نه پېژندل کېږي، خو سيکان خپل ځانګړى پټکى ضرور تړي او دا هم دوى ته د خطر سبب ګرځي:
"ځانونه ډېر زيات ناخوندي احساسوو او زموږ خلک ورځ په ورځ کمېږي، موږ خپل مذهبي مراسم خو تر سره کوو او حکومت مو ملاتړ کوي، خو لويه خبره د امنيت ده، دلته زموږ سرونه او کاروبارونه خوندي نه دي، که مو د امنيت غم سم وخوړل شي، زه خو څه چې زه وايم زما راتلونکي نسلونه به هم دلته زېږي او دلته به مري."
په کوټه کې د هندو او سيک لږکيو د شورا يا پنچايت مشر راج کمار بيا وايي، په کوټه او چمن کې چې هندو تجاران تښتول شوي يا وژل شوي، په دې کې د نورو هېوادونو لاس دى.
راج کمار دا هم نه مني چې له بلوچستانه دي هندوان هند ته کډه شوي وي:
"په چمن کې چې کومې پېښې وشوې زه ګومان کوم بهرني لاسونه پکې دخيل دي او غواړي پاکستان ته له هره پلوه تاوان و رسوي او بدنامه يې کړي چې د چين پاکستان اقتصادي پروژه يا سيپيک ناکامه شي، که څوک د تجارت لپاره، يا سرکاري مامور يا ډاکټر بل ځاى ته بدلېږي وي به، خو داسې حالات نه دي چې موږ دي کډه شو."
ډاکټر روي سينګ وايي په پاکستان کې چې ورځ تر بلې مذهبي کرکه زياتېږي، يو سبب يې د دې هېواد تعليمي نصاب دى.
دی وايي د دوى اولادونو ته چې په ښوونځيو کې د اسلاميات مضمون ور ښوول کېږي دوى ورسره هيڅ اختلاف نه لري، خو وايي په نصاب کې چې د اقليتونو خصوصاً د هندوانو پر ضد کومې خبرې دي، دا د دوى ژوند ته لوى خطر پېښوي:
"زه د دې سخت مخالف يم چې د ماشومانو په ذهنونو کې د کرکې زړي و کرو نو نتيجه به يې څه وي، د ښوونځي په کتابونو کې بايد د مينې، يووالي او مذهبي هماهنګۍ مضمون شامل وي چې پر مخ دوى له يوه بل سره ګډ ژوند وکړي."
د يادونې وړ ده چې د پاکستان په بيرغ کې سپين رنګ د اقليتونو څرګندونه کوي، د ډاکټر روي سينګ په وينا د پاکستان جوړېدو په وخت په دې هېواد کې د لږکيو شمېر د پاکستان د نفوسو ٢٤ فيصده وو، خو اوس د وروستيو کلونو د ناامنيو او له لږکيو سره د مذهبي تبعيض له امله د دوى شمېر ښايي يوازې يو څو فيصده پاته شوى وي.
رپوټ: بارکوال مياخېل