د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

د ټرمپ فرمان د قاضیانو سختې پوښتنې راولاړې کړې


د امریکا استېناف محکمې قاضیانو د یوې محاکمې پر مهال د کډوالو په برخه کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اجرائیوي فرمان په اړه سختې پوښتنې مطرح کړې، څو پرېکړه وکړي چې د ولسمشر پر فرمان بندیز وساتي که څنګه؟

د امریکا د عدلیې وزارت څارنوالانو د سان فرانسېسکو له استېناف محکمې غوښتي چې د کډوالۍ په برخه کې د ولسمشر ټرمپ فرمان بېرته نافذ کړي.

دوی وایي، یوازې ولسمشر دا واک لري چې پرېکړه وکړي چې څوک باید امریکا ته داخل شي.

څارنوال اګست فلینتي​ «August Flentje» د سې شنبې په ورځ د استېناف محکمې پر مهال ویلي کانګرس په څرګند ډول ولسمشر ته اجازه ورکړې چې امریکا ته د بهرنیانو د بېلابېلو افرادو ننوتل وځنډوي او دا هغه څه دي چې د ده په خبره ولسمشر ترسره کړه.

د استېناف محکمې قاضیانو چې دوه‌یې د ډموکراتو ولسمشرانو او یو د جمهوري غوښتونکي ولسمشر له‌خوا ټاکل شوي دي، په پرله‌پسې ډول د ډونالد ټرمپ ادارې څارنوال تر سختې پوښتنې لاندې راوست.

د قاضي ویلیام کانبې «William Canby» یوه پوښتنه دا وه چې څارنوال دې د یوه داسي جنایت یادونه وکړي چې د اوو منع شویو هېوادونو یوه وګړي ترسره کړی وي، خو څارنوال فلینتي «Flentje» وویل هېڅ داسي کوم څه نه‌دي ثبت شوي.

بل قاضي مایکل ټي فریدلانډ «Michelle T. Friedland» چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما له‌خوا ګمارل شوی پوښتنه وکړه چې ایا حکومت د اوو منع شویو هېوادونو یو وګړی له ترورېزم سره تړي؟

څارنوال فلینتي په ځواب کې وویل چې د سومالیا یو شمېر وګړي چې په امریکا کې ژوند کوي د الشباب ترورېستي ډلې سره تړاو لري.

نوموړي وویل کانګرس او د اوباما ادارې په ۲۰۱۵ کال کې دا څرګنده کړې وه چې دغه اووه هېوادونه تر ټولو لوی ترورېستي ګواښونه پېښولی شي، ځکه هغه هېوادونه یا د ترورېستي ډلو کوربانه دي او یا هم د ترورېستانو پناه ځایونه ګڼل کېږي.

دغه پوښتنې او ځوابونه دومره سخت وو چې په یوه ځای کې څارنوال فلینتي ویلي چې ډاډه نه‌دی چې محکمې ته به قناعت ورکړي.

دغو قاضیانو همداراز د ټرمپ د ادارې له څارنوالانو دا پوښتنه هم مطرح کړه چې ولې د امریکا متحده ایالات باید ونه‌توانېږي د خپلو وګړو یا د خپلو پوهنتونونو په استازیتوب داسې مسایل تعقیب کړي.

قاضي ریچارد کلېفټن چې د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش ټاکلی وو، غوښتل پوه شي که چېرې د ولسمشر ټرمپ دغه فرمان د ده د محاسبې سره سم د نړۍ د مسلمانانو پنځلس سلنه اغېزمن کړي، نو د تبعیض په برخه کې به دا فرمان څنګه وارزول شي؟

په ځواب کې یې وویل شوه چې د ولسمشر ټرمپ ادارې ټینګار کړی چې دا مؤقتي بندیز مسلمانان نه په نښه کوي بلکې هدف ترورېزم دی، خو دې ځواب د قاضي کلېفټن قناعت حاصل نه‌کړ.

د امریکا لسګونه ایالتونه او سلګونه کمپنۍ د محکمې د هغې پرېکړې په پلوۍ درېدلي چې د کډوالو په برخه کې یې د ولسمشر ټرمپ اجرائیوي فرمان وځنډاوه.

د دغه فرمان له مخې د اوو عمدتاً اسلامي هېوادونو وګړي په مؤقت ډول نه‌شي کولای امریکا ته ولاړ شي.

دغه هېوادونه ایران، عراق، سوریه، سومالیا، یمن، لیبیا او سوډان دي.

همدې مسئلې په امریکا کې دننه او بهر بحثونه راپورته کړي دي.

پرون په خپله ولسمشر ټرمپ د دې فرمان پر مخالفینو انتقاد وکړ.

هغه ویلي زه واقعاً باور نه‌شم کولای چې موږ د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره په محکمه کې د یو بل په وړاندې درېږو.

د دې لپاره چې د خپل هېواد امنیت خوندي کړو.

ټاکل شوې دغه محکمه د روانې اوونۍ په پای کې پر دې مسئله حکم صادر کړي، خو ښایي بلاخره وروستۍ پرېکړه د امریکا سترې محکمې ته راجع شي.

XS
SM
MD
LG