د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

رستمي: ۱۳۹۶کال کې د ۷۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې عملي کېږي


د کلیو او پراختیا وزارت وايي چې په ۱۳۹۶لمریز کال کې د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې د ۷۰میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې عملي کوي.

یاد وزارت وايي چې تېر کال شااوخوا ۱۹ زره کلي یو له بل سره نښلول شوي، خو لا هم د هېواد ۴۰ فیصده خلک سمو لارو او پر وخت وصلېدو ته لاس رسی نه لري.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارت د ۱۳۹۶ لمریز کال پلان بشپړ کړی او د کلیو پراختیا او نښلولو لپاره یې ۷۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دې سره به لېرې پرتې سیمې له مرکزونو سره ونښلول شي او ټرانسپورتي اسانتیاوې یې زیاتې کړي.

اکبر رستمي.
اکبر رستمي.

رستمي زیاته کړه:

"د ۱۳۹۶مالي کال لپاره له نېکه مرغه کلیو ته د لارې جوړولو پروژې د پام وړ دي او ټاکل شوې چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې۷۰۵ کېلومتره سړک جوړ شي او په ورته وخت کې له ۱۶۹۰ متره د ډېرو پلونو جوړول هم په دې پروګرام کې شامل دي."

ښاغلی رستمي وايي چې دا پروژې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې عملي کېږي چې پر بنسټ به یې د ولسي تړون پروګرام له مخې، د متوازنې پراختیا شعار عملي شي.

د کلیو او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې دې وزارت په تېر کال کې د ۱۰۲ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې عملي کړي چې ډېرې یې د کلیو په کچه وې.

په کلیو کې د وړو پلونو، پلچکونو او سړکونو جوړول، د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاس رسی، د کرنې سکټور پیاوړتیا او ورته نور پراختیايي کارونه د دغه وزارت مهمې پروژې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي چې دا وزارت هم په ۱۳۹۶ کال کې د نېږدې ۴۰۰ پروژو د عملي کولو پلان لري.

د دغه وزارت ویاند مهدي روحاني دغه ګډ خبري کنفرانس ته وویل چې په بېلابېلو ولایتونو کې د سړکونو جوړول د دغه وزارت مهم لومړیتوب دی.

مهدي روحاني
مهدي روحاني

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ۳۹۷ پروژې چې ۱۲۵ میلیارده افغانۍ لګښت پرې راځي د پلان لاندې لرو چې زموږ ډېرې پروژې په شاته پاتې او لږ پر مختللو ولایتونو کې دي."

د پراختیايي سکټور یاد وزارتونه داسې وخت کې په روان مالي کال کې د ګڼو پروژو د تطبیق خبره کوي چې زیات شمېر افغانان له بې کارۍ زورېږي.

د دوی په باور داشان پروژې لږ تر لږه د لنډ مهال لپاره یو شمېر کسان په کار بوختولی شي.

په پکتیا ولایت کې د دغو پروژو یو تطبیقونکی احسان الله احسان وايي چې د کلیو په کچه د پروژو د تطبیق په وړاندې د خلکو همکاري ډېره شوې نو ځکه حکومت باید د نوو پروژو پر وخت تطبیق ته ډېر پام و کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG