د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

پينینګ: بریتانیا د افغان ځواکونو ظرفیت لوړونې ته ژمنه ده


د وسله‎والو ځواکونو چارو کې د بریتانیا د دولت وزیر وايي، هېواد یې د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړولو او د ښوونې او روزنې معیاري کولو هڅو ته ژمن دی.

مایک پينینګ د سې شنبې په ماښام په کابل کې په عالي درجه د درې افغان افسرانو د فراغت د مراسمو غونډه کې چې د بریتانیا له سنډهارسټ اکاډمي څخه فارغ شوي وو؛ وویل، کابل ته له سفره‌یې یو هدف په کابل کې د سنډهارسټ د اکاډمي د تدرېسي نصاب څخه لیدنه ده.

پینینګ: ستاسو خلکو ته د بریتانیا په کیفیت روزنه ورکوو.
پینینګ: ستاسو خلکو ته د بریتانیا په کیفیت روزنه ورکوو.

نوموړی وايي:

"موږ کولای شو چې د سنډهارسټ، کرنول او نایوي اکاډمیو کې زیات کسان وروزو، له دې سربېره د ظرفیت لوړولو برخه کې هم مرسته کوو، ستاسو خلکو ته د بریتانیا په کیفیت روزنه ورکوو، زموږ د همکاریو هدف د داسې لایقه کسانو روزنه ده چې اوس دلته حاضر دي."

ښاغلي پینینګ زیاته کړه، په افغانستان کې د هغو بریتانوي سرتېرو شمېر چې د افغان ځواکونو په روزنه مصروف دي له ۴۵۰ څخه ۵۰۰ ته زیاتوو، څو ګټور تمام شي.

افغانستان کې بریتانوي سرتېري
افغانستان کې بریتانوي سرتېري

د هغه په وینا کابل ته‌یې د سفر یو هدف د افغانستان په سنډهارسټ پوځي اکاډمیو کې د زده‎کړې د وضعیت څېړل دي دا اکاډمۍ په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د بریتانیا په مرسته جوړه شوې ده.

بل‎خوا افغان افسر بهزاد بهنام حیدري چې تازه د بریتانیا له سنډهارسټ اکاډمي څخه په عالي درجه فارغ شوی او د دغه هېواد ملکي ورته د ستاینې په هدف افتخاري توره ورکړه وايي چې له خپلو زده‎کړو څخه به د هېواد د خپلواکۍ لپاره ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ځواکونو لپاره تېر کال خورا خونړی و او راتلونکی کال هم له ګواښونو ډک بلل شوی.

د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز قدم شاه شهیم
د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز قدم شاه شهیم

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز قدم‌شاه شهیم په جوړو شویو مراسمو کې وویل:

"له نورو مرستو سربېره د بریتانیا له هغه مرستو څخه چې په افغانستان کې یې اکاډمي جوړه کړې او بیا یې د سنډهارسټ له بریتانوۍ اکاډمي سره نښلولې نېک اقدام دی، هیله لرو چې دغو درې تنو ته ورته نور ځوانان هم افغانستان ته ویاړ راوړي او په دې سره ترورېزم او د افغانستان دښمنان وځپل شي او هېواد او نړۍ ته سوله راشي."

د وسله‎والو ځواکونو په چارو کې د بریتانیا د دولت وزیر د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو وویل، په دغه هېواد کې له مسلکي اردو پرته د سولې راتګ امکان نه‎لري.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، افغان حکومت دې د نړیوالو له مرستو او فرصتونو څخه په استفادې د افغان ځواکونو مسلکي ظرفیتونه لوړ کړي، څو راتلونکی کال په خپلواکه توګه له خپلې خاورې د دفاع جوګه شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

پينینګ: بریتانیا د افغان ځواکونو ظرفیت لوړونې ته ژمنه ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:50 0:00

XS
SM
MD
LG