پينینګ: بریتانیا د افغان ځواکونو ظرفیت لوړونې ته ژمنه ده
د وسلهوالو ځواکونو چارو کې د بریتانیا د دولت وزیر وايي، هېواد یې د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړولو او د ښوونې او روزنې معیاري کولو هڅو ته ژمن دی. مایک پينینګ د سې شنبې په ماښام په کابل کې په عالي درجه د افغان درې افسرانو د فراغت د مراسمو غونډه کې چې د بریتانیا له سنډهارسټ اکاډمي څخه فارغ شوي وو؛ وویل، کابل ته له سفره یې یو هدف په کابل کې د سنډهارسټ د اکاډمي د تدریسي نصاب څخه لیدنه ده. ویډیو او ایډیت: ولي سباوون او تمیم اخګر