د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۲

ولسي جرګې د ۱۳۹۶ مالي کال ملي بودجه د رأیو په اکثریت تصویب کړه


د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۶ مالي کال ملي بودجه له یو لړ بدلونونو وروسته په غوڅ اکثریت تصویب کړه.

د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل چې د ۱۳۹۶ مالي کال ملي بودجه ۴۲۹ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۶۸ میلیارده عادي او پاتي ۱۶۱ میلیارده‌یې پراختیایي بودجه ده.

ابراهیمي: بودجه د رأیو په اکثریت سره تصویب شوه.
ابراهیمي: بودجه د رأیو په اکثریت سره تصویب شوه.

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي بودجې مجموعه ۴۲۸،۴۱۳ میلیارده افغانۍ ده، عادي بودجه‌یې ۲۶۸،۴۱۲ میلیارده افغانۍ ده او پراختیايي بودجه ۱۶۱،۰۰۱ میلیارده افغانۍ جوړوي، رأیې ته وړاندې کېږي، موافق شین او مخالف سور کارټ له یو کارټ پرته په غوڅ اکثریت سره تصویب شوه."

له دې وړاندې د ۱۳۹۶ مالي کال مالي بودجې طرحه دوه ځله د یو شمېر نیمګړتیاوو او نامتوازن والي له امله د ولسي جرګې له‌خوا رد شوې وه.

د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمېسیون وايي چې د تېرې بودجې د طرحې په پرتله په نوې بودجه کې ۷۰ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی.

د دغه کمېسیون رئیس امیر خان‌یار چې د ملي بودجې په اړه‌یې عمومي غونډې ته معلومات ورکول وویل یاده بودجه ۶۲ فیصده له بهرنیو او ۳۸ فیصده له کورنیو سرچینو څخه تمویل کېږي.

یار: په نوې بودجه کې ۷۰ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی.
یار: په نوې بودجه کې ۷۰ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی.

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي بودجې سهم ۶۳ فیصده دی د انکشافي بودجې سهم ۳۷ فیصده دی، همدارنګه زموږ داخلي منابع د فیصدۍ په لحاظ باندې ۳۸ فیصده بهرنۍ منابع ۶۲ فیصده دي."

ښاغلی یار زیاتوي چې د ۱۳۹۶ مالي کال ملي بودجه لس میلیارده افغانۍ کسر لري.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي له حکومته غواړي چې د تصویب شوې بودجې په مصرف کې له زیات دقت او شفافیت څخه کار واخلي.

د دغې جرګې غړي صادقي‌زاده نیلي په دې اړه وویل:

"پر حکومت باندې غږ کوم بودجه چې تصویبېږي او تاسې ته راځي هیله‌من یو چې په مصرف کې یې زیات دقت وشي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د ۱۳۹۵ مالي کال د انکشافي بودجې د کم مصرف له امله د کابینې ۷ غړي سلب اعتماد کړل چې حکومت دغه موضوع د زیات وضاحت لپاره سترې محکمې ته لېږلې، خو تر اوسه‌یې برخلیک نه‌دی معلوم.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG