د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

د بودجې تصویب په اړه د ولسي جرګې نه د افغانستان د مالیې وزیر هیله


د افغانستان د ماليي وزیر اکلیل حکیمي هیله لري چې د نوي مالي کال له پیلېدو سره به ولسي جرګه د بودجې د تصویب انتظار پای ته ورسوي.

ښاغلي حکیمي د سې شنبې په ورځ د اسیا پراختیایي بانک سره د همکاریو د یوه سند د لاسلیک په غونډه کې وویل، که د پیلېدونکي مالي کال بودجه پر خپل وخت تصویب شي د ګڼو ستونزو مخنیوی به شوی وي.

د افغانستان د ماليي وزیر اکلیل حکیمي
د افغانستان د ماليي وزیر اکلیل حکیمي

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"هیله لرو چې په راتلونکو ورځو کې د بودجې قانوني پړاونه بشپړ شي څو کومه تشه رامنځته نه‌شي او وکولای شو معاشونه توزېع او د وسله‎والو ځواکونو اکمالاتو ته پر وخت رسېدنه وشي."

د افغانستان نوی مالي کال داسې وخت، د چهارشنبې په ورځ د جدي د میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي چې د دغه کال لپاره ټاکل شوې عادي او انکشافي بودجه لا د ولسي جرګې له نامعلوم برخلیک سره مخ ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۶ کال بودجه مشرانو جرګې شاوخوا شل ورځې وړاندې تائید کړې خو د ولسي جرګې غړي یې بیا د تائید لپاره یوه خوله نه‌دي.

د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمېسیون غړی محمد اکبر ستانکزی وايي، د بودجې په اړه‌یې کمېسیون د بېلابېلو دایمي کمېسیونونو سره غونډې کړي او ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ په اجنډا کې شامله شي.

ښاغلي ستانکزي ازادي راډيو ته وویل، د کمېسیونونو او د ولسي جرګې د ځينو غړو وړاندیزونو ته په پام سره ویلی شي چې د ۱۳۹۶ کال بودجه به د ولسي جرګې له‌خوا رد شي.

نوموړی وايي:

"دایمي کمېسیونونو چې څو ګډې غونډې کړي دوی خپل نظرونه زموږ سره شریک کړي او د ځينو مسایلو له مخې دا بودجه دوی رد کړې، امکان لري چې راتلونکې اوونۍ عمومي غونډې ته هم وړاندې شي خو د رأیو په اکثریت سره به رد شي."

ښاغلی ستانکزی د بودجې د رد لپاره د وکیلانو په حواله بېلابېل دلیلونه بیانوي وايي، ولسي جرګې بودجه د سیاسي ستونزو له امله نه‌ده یرغمل کړي.

خو له دې وړاندې ولسي جرګې ویلي چې د وزیرانو څخه د باور رأیي اخیستلو فیصلې ته د حکومت د نه‌ارزښت ورکولو له امله به بودجه تائید نه‌کړي.

له دې سره د مالي چارو څېړونکي ولسي جرګه په بې‌کیفایتي تورنوي او وايي چې وکیلان د بودجې پر وخت د تصویب لپاره بېلابېلې بهانې لټوي.

عبدالقادر جیلاني په دې باور دی چې نه‌تصویب به‌یې د پراختیايي کارونو په برخه کې ستونزې پیدا کړي.

خو ښاغلی جیلاني وايي، د مالي کوډونو له مخې حکومت کولای شي د بودجې تر تصویب پورې د تېر کال له عادي بودجې استفاده او پر وخت د دولتي کارکوونکو معاشونه ادا کړي.

د ۱۳۹۶ هجري ش کال لپاره ټوله بودجه ۴۶۶ میلیارده افغانۍ وړاندې شوې چې ۲۸۷ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۷۸ میلیارده افغانۍ یې پراختیايي بودجه ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG